تازه خبرونه

روسیې او چین د امریکا له کړنو سره مخالفت په ډ اګه کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په مسکو کې له خپل چینايي سیال سره په کتنه کې ویلي؛ د ترمپ اداره هغه څه کوي، چې نه یوازې د سیمې هېوادونو امن ته، بلکې پخپله هم د امریکا پر زیان تمامیږي.

لاوروف دغه راز له ایران سره په ۲۰۱۵ میلادي کال کې نه یوازې له اتومي هوکړې، بلکې د اقلیمي بدلون له نړیوالې هغې یې هم، چې د ۱۶۶ هېوادونو له خوا لاسلیک شوې، یادونه کړې ده.

هغه ویلي، چې نورهېوادونه پر شوې هوکړې راضي دي؛ خو امریکا په هغو کې د بدلون راوستو هڅه کوي.

لاوروف زیاته کړې؛ ترمپ، چې د ایران په مقابل کې کوم اقدام ته اراده کړې له دیپلماسۍ سره هیڅ اړخ نه لګوي، ځکه له ایران سره د امریکا په ګډون ۵ هېوادونو یاده هوکړه لاسلیک کړې او باید ټول هېوادونه د نړۍ او سیمې د امن لپاره خپلو لاسلیکونو ته ژمن پاتې شي.

لاوروف دا هم په ډاګه کړې؛ د روسیې دریځ دا دی، چې: پر یو اړخېز ډول په دې هوکړه کې هر راز بدلون به د امنیت شورا د پرېکړې مخالفت وي.

Trending

Exit mobile version