تازه خبرونه
روسیې او امریکا د اتومي سروکو کمولو هوکړه کړې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د نړۍ لویو قدرتونو په تېره بیا د امریکا متحده ایالاتو او روسیې د خپلو کړنو په پایله کې، د اتومي سروکو زېرمې یو څه کمې کړي او د ۲۰۱۸ میلادي کال تر پایله یې شمېر۱۴ زره او ۴۶۵ ته رسیده؛ خو له دې سره سره د دغو وسلو پرمختللي پروګرامونه دوام لري.
په نړۍ کې د اتومي وسلو د زیرمو په اړه دغه وروستۍ شمېره د ستاکهولم د نړیوالې سولې څېړنیز انستیتوت په نوي راپور کې، چې نن یې خپور کړی، څرګنده کړې ده.
راپور وایي؛ هغه پېژندل شوي نهه هېوادونه، چې اتومي وسلې لري، د دغو وسلو شمېر تېر کال ۱۴ زره ۹۳۵ و.
له دې سره سره، چې امریکا او روسیې د اتومي وسلو زېرمې کمې کړي؛ خو بیا هم په نړۍ کې د ټولو اتومي وسلو په ۱۰۰ کې نږدې ۹۲ له دوی سره دي.