بلخ @ps

روسیې په کندوز ولایت کې طالبانو ته د پوځي روزنې مرکز جوړ کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په کندوز ولایت کې چارواکي وایي، روسیې طالبانو ته د روزنې مرکز جوړکړی او پوځی زدکړې ورکوي.

د دغه ولایت د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي وايي، روسیه په ښکاره له طالبانو ملاتړ کوي، چې له کبله یي په دې ولسوالۍ کې امنیتی ستونزې ډېري شوې دي.

نوموړی زیاتوي، پنځوس کیلومتره سیمه له طالبانو سره ده؛ روزنیز(تعلیمي) مرکز یې په کې جوړکړی او روسیه  د وسلو او جګړې مهارتونه ورزدکوي، چې په هره دوره کې سلګونه کسان فارغوي.

د کندز امنیه قومندان عبدالحمید حمیدي  هم  د دغې ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې د روسیې له خوا طالبانو ته د روزنیز مرکز جوړیدل تائیدوي او وايي، په دغه سیمه کې به ژر چاڼیز عملیات پیل شي.

د پولیسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شېر عزیز کامه وال وايي، روسیه غواړي له افغانانو غچ واخلي. د هغه په خبره؛ روسیه باید د طالبانو پرځای د افغانستان له حکومت ملاتړ  وکړي، چې ترهګري په سیمه کې له منځه یووړل شي.

له دې وړاندې د کندوز ولایتي شورا په امنیتي حالت اندېښنه ښودلې او خبرداری ورکوي، چې که وضعیت همداسې دوام وکړي او حکومت جدي اقدام ونه کړي دا ولایت به یوځل بیا د طالبانو لاس ته ولویږي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي سرچینې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې کندوز ولایت ته د طالبانو د نومول شوي والي مولوي سلام له وژنې خبر ورکوي.

Trending

Exit mobile version