سیمه ییز خبرونه

روغتيايي خدمتونو ته ځانگړې شوې بوديجه ډېره كمه ده.

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د عامې روغتيا وزارت په داسې حال كې د مارچ اتمه،.چې د ښځو له نړيوالې ورځې سره سمه ده، نمانځي، چې د رسمي شمېرو له مخې، اوس هم په افغانستان كې په هرو دوه ساعتونو كې يوه مور د زيږون پر مهال خپل  ژوند له لاسه وركوي.

د عامې روغتيا وزيرې ثريا دليل د نړيوال روغتيايي سازمان څېړنو ته اشاره وكړه، چې وايي هېوادونه بايد د خپلې ټولې ملي  بودجې ۱۵ په سلو كې د روغتيا په برخه كې ولگوي. په داسې حال كې، چې په افغانستان كې روغتيايي خدمتونو ته د ملي بوديجې څلور په سلو كې ځانگړې كيږي.

د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي، چې:

په وروستيو څو كلونو كې تر لاسه شويو برياوو ته په پام څه باندې دېرش په سلو كې روغتيايي مركزونه آن يوه روغتيايي كاركونكې نه لري.

د روغتيا په برخه كې د بوديجې لږوالى د عامې روغتيا وزارت يوه عمده ننگونه بلل كيږي.

د عامې روغتيا وزيره همدا راز وايي:

هر دالر، چې پر حامله ميرمنو، له پېنځه كلونو ټيټ عمره ماشومانو  ته پر روغتيايي خدمتونو او د نجونو پر زده كړو لگول كيږي، په نږدې راتلونكې كې به څلويښت برابره اقتصادي گټې ولري.

د مركزي احصايي د ادارې له مخې، دا مهال د  افغانستان د ټولو وگړيو په سلو كې ۶۲  روغتيايي خدمتونو ته لاس رسى لري.

Trending

Exit mobile version