تازه خبرونه
روغتیا وزارت د کرونا ویروس ۸۶ نوې پېښې ثبت کړي
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا په افغانستان کې د دې ویروس ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
د وزارت د څرګندونو له مخې؛ په تېره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس۳۵۶ شکمنې پېښې کتل شوي، چې ۸۶ یې مثبتې دي.
له دغو مثبتو پېښو څخه ۳۳ د بلخ، ۱۱ د کابل، ۱۳ د بغلان،۱۱ د ننګرهار، یوه د کندهار، ۴ د کندوز،۵ د پروان، ۵ د کاپیسا او ۳ د زابل دي.
له دې سره په افغانستان کې د ټولو مثبتو پېښو شمېر۴۱۸۱۴ ته رسیدلی؛ ۱۵۴۸ مړه شوي او ۳۴۴۰۴ نور بېرته رغیدلي دي.
دغه راز ویل شوي، چې په همدومره وخت کې ۴ ناروغان مړه شوي او ۴۹ نور رغیدلي دي.
پرون ، د روغتیا وزیر د هېواد له اوسیدونکیو وغوښتل، چې د خولو او پوزو پوښلو ته پوره پاملرنه وکړي.
د عامې روغتیا وزارت چارسمبالي عثماني خبرداری ورکړ، چې که د هېواد وګړي روغتیايي سپارښتنې، ټولنیز واټن او ماسکونو ته پاملرنه راوانه ړوي؛ د کرونا ناروغانو شمېر به ډېر شي.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت ويلي؛ د ګاونډ هېوادونو په پرتله د کرونا ویروس په ناروغۍ د اخته کسانو شمېر د اندېښنې وړ ندی.
افغانستان د کورونا ویروس د ناروغۍ په څلور څلوېښتمه اوونۍ کې دی.
د روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې، له دوه څلوېښتمې اوونۍ وروسته په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ډېر شوی، چې اوسمهال په ټول هېواد کې ۲۴۹ ناروغان بستر لرو، چې د ۴۶ هغو روغتیایي حالت د اندئښنې وړ دی.