تازه خبرونه

روغتیا وزارت په عامه ځایونو کې د پوزې او خولې پر پوښلو ټینګار کړی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۱۳, ۱۳۹۹)

د افغان حکومت روغتیا وزارت ماسک اغوستل د ټول هېواد په عامه ځایونو کې لازمي کړی، چې د کرونا ویروس د خپریدو مخه پرې ونیول شي.

د سې شنبې پر ورځ ( د لړم ۱۳) په کابل کې د روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني یو خبري ناستې ته ویلي: په هېواد کې د کرونا ویروس وضعیت ډاډمن دی؛ خو د پوزې او خولې پوښل د ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره اړین دي.

هغه دا هم ویلي، چې که په انتاناتو کې ډېروالی رامنځته شي؛ د دوه یېم څپې لپاره یې پوره چمتووالی نیولی دی.

عثماني څرګنده کړې؛ په اروپا او ګاونډ هېوادونو لکه هندوستان، ایران او پاکستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې چټکې ډېرې شوې دي.

نوموړي په ​​ټول هېواد کې له خلکو وغوښتل؛ له روغتیایي چارواکو سره همکاري وکړئ، چې د دغې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي او ټولې روغتیایي سپارښتنې باید ومنل شي.

هغه دا هم ویلي، چې روغتونونه له دوه یمې څپې سره د مبارزې لپاره ښه چمتووالی لري؛ خو له خلکو یې وغوښتل، چې وېره او اندېښنه” ونلري.

عثماني وړاندیز کړی؛ افغانان باید هڅه وکړې، چې نورو هېوادونو ته د نااړینو سفرونو مخه ونیسي.

د عامې روغتیا وزارت په ټول هېواد کې له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۹۵ نوی مثبتې پېښې ثبت کړي، چې د دې ویروس ټول شمېر ورسره ۴۱۷۲۸ ته پورته شوی؛ ۱۵۴۴ ترې مړه دي او ۳۴۳۵۵ نور رغېدلي دي.

د سپتمبر په میاشت کې د هېواد د روغتیا وزارت په یوه وروستۍ سروې کې ویلي وه، چې لږ تر لږه لس میلیون افغانان پر کرونا ویروس اخته شوي دي.

Trending

Exit mobile version