بی بی سی پښتو

روغتیا وزارت: که بې احتیاطي وکړئ، ټوله کورنۍ مو په کورونا اخته کوئ

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۳, ۱۳۹۹)
Getty Images

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د قرنطین نه مراعات ورځ تر بلې پېښې زیاتې کړي دي چې په وینا یې که بې احتیاطي همداسې دوام ومومي درې سلنه مو هدیرو ته تلونکي دي.

د دې وزارت مرستیال وزیر وحید مجروح نن د شنبې په ورځ (مې ۲۳/غبرګولی ۳) په کابل کې یوه خبري غونډې ته وویل، دوی د خلکو د وېرې لپاره نه، بلکې د دوی د ژغورنې لپاره د روغتیا وزارت خپلې سپارښتنې په تکرار شریکې کړې دي:

“د دوه-درې -څلورو اونیو لپاره به یا په کور کې کینو، رواني او اقتصادي فشارونه به ګالو چې وروسته به د کوویډ-۱۹ د وبا لمن ورټوله شي، که همداسې بې احتیاطي وکړو، د کورنۍ ډېری غړي به مو اخته شي چې لږ تر لږه ۲۰ سلنه اخته کسان به روغتونونو ته ولاړ شي او د دې ۲۰ سلنو څخه پنځه سلنه یې (ای سي او) ته ځي چې له دې ۵ سلنو یې ۳ سلنه هدیرو ته ځي.”

دی وايي، که خلک پاملرنه ونه کړي روغتونونه مو ډک دي او هڅه کوو په ولایتونو کې نور روغتونونه پرانیزو او هیله یې وکړه چې په اختر کې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره له خپل او خپلوانو کره له تګ ډډه وکړئ او په ټکو یې ځان او کورنۍ مو وژغورئ.

BBC

مجروح وايي، که خلک همداسې خپلې بې احتیاطی ته دوام ورکړي د عامې روغتیا وزارت اړ دی چې قرنطین بېرته جدي کړي چې نه به هغه وخت کې روغتونونو کې ځای وي او نه د ازمایښت امکانات.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، په هېڅ هېواد کې ډېر روغتونونو، ډېرو ډاکټرانو او ډېرو وسایلو ونشوای کړای د کوویډ-۱۹ ناروغان وژغوري او په وینا یې خلک خپله کولی شئ د روغتیا وزارت سپارښتنو په ځان خپله ژغورلی شي.

همداراز د عامې وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ګړیو کې یې ۱۵۲۸ مشکوکې پېښې د افغانستان په لابراتوارنو کې معاینه شوي چې له ډلې یې ۷۸۲ پېښې مثبتې دي چې ټولټال ۹۹۹۸ کیږي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، چې په تېر شپه او ورځ کې ۱۱ تنه د کوویډ-۱۹ له امله مړه شوي چې په دې سره په ټول هېواد کې د مړو شمېره ۲۱۶ ته لوړه شوه او همدا راز په دې موده ۴۴ تنه له دې وبا رغیدلي چې ټولټال ۱۰۴۰ کیږي.

همدا راز ده وویل چې تر اوسه پورې ۱۲ تنه روغتیاپالان د کورونا وېروس له امله مړه شوي او ۴۱۵ تنه یې پرې اخته دي او په ټکو یې د ولسمشر غني د حکم پر اساس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په لېست کې شمېرل کیږي او ددوی له حقونو برخمن کېږي.

د عامې روغتیا مرستیال وزیر وحید مجروح وویل، دی له یوه وسله وال بریده روغ وتلی چې په وینا یې نن شنبه سهار په ۵ بجو د لوګر ولایت په مرکز پل علم ښار کې د بریدګرو له یوه کمین سره مخ شو.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، دی خوست، پکتیا او لوګر ته د روغتیايي چوپړونو د ارزونې لپاره تللی و: “نه پوهیږم چې برید د چا له لوري وشو خو افغان امنیتي ځواکونو به یې په اړه پلټنه وکړي.”

ده دا وویل، چې ولایتونو ته یې د سفر موخه دا ده چې د کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره اړوند بودجه په سم ډول لګول کیږي او که نه.

BBC

Trending

Exit mobile version