تازه خبرونه
رونالډو له علي دایي سره د برابرۍ پر لیکه ودرېده
(Last Updated On: چنګاښ ۵, ۱۴۰۰)
کریسټیانو رونالډو وتوانید، چې د ۱۰۹ ملي ګولونو پر ترسره کولو د ایران فوټبال اتل علي دايي ته ځان ورسوي او ګټلی ریکارډ خپل کړي.
د پرتګال فوټبال غوره نړیوال ګول وهونکي کریستیانو رونالدو تېره اوونۍ په یورو ۲۰۲۰ لوبو کې د فرانسې پر وړاندې د دوه ګولونو پر وهلو په نړۍ کې د غوره ملي ګول وهونکي په توګه د علي داي تر څنګ حپل ریکارډ جوړ کړ.
له دې پېښې وروسته علي دایي په انسټاګرام پاڼه کې کریسټینیو رونالډو ته د دغه ستر ویاړ مبارکي ورکړه.
علی دایي لیکلي: دا ما ته ویاړ دی، چې د فوټبال په ډګر کې غوره نړیواله اتلولي د رونالډو پر برخه شوه.