تازه خبرونه

رونالډ: افغانان دې د خپل هېواد ثبات ته پاملرنه وکړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

یوه پخواني امریکایي دیپلومات ویلي چې ټاکل شوی ولسمشر دوڼالدټرمپ به د افغانستان په وړاندې خپل سیاست د هغه هېواد د مشرانو کړنو ته په پام سره عیار کړي.

په افغانستان کې پخواني امریکایي سفیر رونالډ نیومن ویلي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانان او مشران يې د خپل هېواد د ثبات په فکر کې شي څو د امریکا نوی ولسمشر هم دغه هېواد ته پاملرنه واړوي.

په امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونالدټرمپ ټاکل کېدو افغان مشران هم په اندېښنو کې اچولي دي. که څه هم د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ له ولسمشر غني سره اړیکه کې له افغانستان سره د همکاریو د دوام ژمنه ورکړې خو په افغانستان کې پخواني امریکایي سفیر رونالډ نیومن ویلي چې د همکاریو دوام یو عمده شرط دی چې افغان مشران هم باید خپل هېواد کې د ثبات د ټینګښت له پاره ډېرې هڅې وکړي.

په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر رونالډ نیومن وايي: “فکر کوم، دا هغه وخت دی چې د افغانستان په وړاندې پر تګلارې بیا کتنه وشي او که په افغانستان کې ټول مشران له یو بل سره جګړه کې کیوځي او دولت هم کار ونه کړي، ښاغلی ټرمپ ممکن هغه مهال ووایي چې سخت شرایط دي. د افغانستان خلک باید وښیي چې خپل هېواد ته د خدمت په حال کې دي.”

دغه امریکایي دیپلومات وایي، تر اوسه د افغانستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ سیاست روښانه نه دی.

رونالډ نیومن وايي: “پام مو وي چې تاسو کولی شئ خپل قضاوت ولرئ خو واقعیت دا دی چې نوي ولسمشر د افغانستان په هکله څه نه دي ویلي او باید منتظر پاتې شو چې هغه څه راز اقدام کوي.”

افغانستان لا هم کړکېچ کې را ګیر هېواد دی چې له همدې کبله د خپلو چارو د تنظیم له پاره نړیوال سیاسي، اقتصادي او امنیتي ملاتړ ته اړتیا لري.

Trending

Exit mobile version