تازه خبرونه

رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره باید طالبان اوربند وکړي- ولسمشرغني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر غني د سولې د نړیوالې ورځ  په مناسبت څرګنده کړې، چې رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره باید طالبان اوربند وکړي، چې د وینو تیېدل بس شي.

تر اوسه د شخړې د پای لپاره د سیاسي هوکړې څرک نه لګیږي؛ خو ولسمشر غني وایي، رښتینې سولې ته رسیدل هغه مهال شوني دي، چې طالبان اوربند وکړي.

ښاغلی غني وایي؛ افغان دولت په ځلونو د اوربند وړاندیز کړی او د خلکو د وژنو مسوولیت د هغو پر غاړه دی، چې د اوربند لپاره نه حاضریږي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې نړیوالې ورځې په مناسبت او له طالبانو سره د مذاکرو په تړاو ناسته تر سره کړه.

د سولې په چارو کې د دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وایي، له طالبانو سره د  مذاکراتو میکانیزم او د پلاوي ترکیب چمتو شوی او دولت هم مذاکراتو او د طالبانو شنه څراغ ته په تمه دی.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت حتا د بندي طالبانو په آزادولو او باور جوړولو کې نورو ګامونو ته هم چمتووالی نیولی، چې له طالبانو سره به د مذاکراتو په لړ کې پورته کیږي.

طالبانو لا تر اوسه له افغان دولت سره خبرو او اوربند ته چمتووالی نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تېره ورځ د آسترالیا  له لومړي وزیر سره په ناسته کې څرګنده کړې؛ کله، چې طالبانو اوربند ونه مانه، ما له دې ډلې سره د سولې خبرې لغو کړې او ومې ویل، چې مونږ ولې نور زیاروګالو.

ټاکل شوې وه د سپتمبر په ۲۳ د افغانانو د خپلمنځي خبرو لومړی پړاو پیل شوی وای؛ خو د امریکا لخوا له طالبانو سره د خبرو لغو کولو دا بهیر ګډوډ کړ.

خبریال: باعث حیات

Trending

Exit mobile version