سیمه ییز خبرونه
رڼو ټاكنو ته بايد عملي لارښود جوړ شي- فيفا
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا وايي، چې:
د ټاكنو كميسيون بايد د شفافو ټاكنو د تر سره كيدو په موخه عملي لارښود جوړ كړي.
د يو شمېركسانو له خوا د رايو د صندوقونو ډكول، د رايو غير مصون انتقال او د رايو په شمېرلو كې درغلي هغه څه دي، چې د فيفا په وينا يې رڼې(شفافي) او عادلانه ټاكنې ترپوښتنو لاندې راوستى شي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ټاكنو خپلواك كميسيون په ټاكنو كې بريښنايي تذكرې هم د اعتبار وړ بولي.
د راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو لپاره رايو وركوونكيو ته د نويو كارتونو وېش د افغانستان د سياسي گوندونو جدي غوښتنه ده؛ خو افغان ولسمشر د كارتونو ويش د لوړ لگښت پرلامل دغه غوښتنه رد كړې ده.
له همدې سره د ټاكنو خپلواك كميسيون وايي، چې:
په راتلونكيو ټاكنو كې برېښنايي تذكري د اعتبار وړ دي.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا ريس جانداد سپين غر وايي:
پخپل سر د صندوقونو ډكول او د صندوقونو د ليږد لپاره د لازم مصونيت نه شتون تېرې ټاكنې تر پوښتنې لاندې راوستې وې. د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد دا ځل په دغه برخه كې جدي لارښود طرحه كړي.
د ولسي جرگې له خوا د ټاكنو د قانون نه بشپړيدل بله هغه ستونزه ده، چې د فيفا چارواكي ورته اشاره كوي.
دغه بنسټ همدا راز د افغانستان له امنيتي بسټونو هم غواړي، چې د راتلونكي يو كال په موده كې د مناسبو امنيتي پروگرامونو د جوړلو لپاره هڅه وكړي.
په پام كې ده، چې د ۱۳۹۳ ل كال په پسرلي كې به د افغانستان ولسمشريزې ټاكنې تر سره شي، خو د دغو ټاكنو د رڼښت په اړه سر له اوسه اندېښنې موجودې دي.