تازه خبرونه
ریاست الوزراء د وزارتونو تر منځ د پانګونې کړنلار تائید كړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې، چې د سې شنبې پر ورځ د دغه وزارت د اقتصادي کميسیون په علني غونډه کې د وزارتونو تر منځ د پانګونې کړنلاره تصویب شوه.
په ایکس پاڼه کې د مرستیالۍ دفتر څرګنده کړې: د وزارتونو تر منځ د کمیتې له جوړېدو موخه د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلبولو د بهیر ګړندی کول، د پانګونې د پلانونو د پلي کولو په پړاوونو کې د اړوند وزارتونو او ریاستونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول، د پانګې اچونې لپاره د مناسب ځای، د چارو ښه مدیریت او په افغانستان کې د پانګونې پروژو په اړه پانګوالو ته اړین معلومات چمتو کول او د پانګونې د پلانونو برابرول دي.
په دې غونډه کې د کابل ښار په ۱۱ ناحیه کې د « پارک جهان» د جوړولو طرحه د عامه او خصوصي سکتور لهخوا په اصولو کې تصویب شوه او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه، چې د دې پروژې په اړه یو ځل بیا له قراردادي شرکت سره خبرې وکړي او د قرارداد موده او د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه تخنیکي ناسته ترسره کړي.
د دغه پلان له مخې به خصوصي سکتور په دغه پارک کې د ۹۶۰ میلیون افغانیو پر ارزښت پر ۱۵۰ جریبه ځمکه پانګونه وکړي، چې له دې څخه به د عوایدو ۳۵ سلنه برخه کابل ښاروالۍ ته ورکول کیږي.
د پلان له مخې؛ دغه پارک په ۳ کلونو کې بشپړ کیږي او د ښاري اصولو سره سمې به ټولې اړینې اسانتیاوې ولري.