سوداگري
ریاست الوزراء په کابل کې د ۵ سترو پروژو پرانیسته وکړه
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه ( د غبرګولي ۲۵ ) په کابل ښار کې د پېنځه لویو پروژو پرانیسته وکړه .
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیالۍ څرګنده کړې؛ په کابل ښار کې د پېنځه لویو پروژو د پرانیستې پر مهال ملا برادر آخوند ویلي؛ د یو هېواد د پرمختګ لپاره امنیت تر ټولو مهم دی، چې الحمدلله اوسمهال په ټول افغانستان او په ځانګړي توګه د کابل ښار امنیت د پخوا پر پرتله ډېر ښه شوی دی.
ملا برادر زیاته کړې؛ کابل ښاروال د امنیت له برکته د کابل ښار د ښکلا او منظموالي لپاره خپلې هڅې روانې ساتلي او د ښار بڼه منظمه شوې ده.
ملا برادر وایي؛ موڼږ د کابل ښاروالۍ ټولې ترسره شوې هڅې ستایو او ملاتړ یې کوو.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو پر مهال څرګنده کړې؛ د یادو پروژو له بشپړېدو سره به کابل ښاریانو ته ډېر سهولتونه برابر او د ښار ګڼه ګوڼه به ورسره راکمه شي.
هغه ویلي؛ له دغو پېنځه پروژو څخه نن د ښار د شمال- لوېدیځ نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې عملاً پيل شوې، چې د یو نیم کال په موده کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز کابل ښاروال څرګنده کړې، چې د کابل شمال- لوېدیځ نښلوونکی سړک ۷.۵ کیلومتره اوږدوالی او ۳۰ متره سور لري، چې ۵۳۰ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او لګښت یې هم د کابل ښاروالۍ د کورنیو عوایدو له لارې ورکول کېږي.
د یادولو وړ ده، چې د یاد سړک له جوړېدو سره به د هېواد شمالي ولایتونه مستقیماً د کابل – هرات لویې ترانزیټي لارې سره ونښلول شي.