تازه خبرونه
ریاست الوزرا د حکومتوالۍ د ښهوالي لپاره له چارواکو سره د لیدنې بهیر روان ساتلی
(Last Updated On: غبرګولى ۱۳, ۱۴۰۲)
د اسلامي امارت د ریاست الوزرا چارسمبالي مولوي عبدالکبیر د حکومتدارۍ د څارنې او ښهوالي لپاره هره ورځ وزیران، واليان او نظامي چارواکي د ځواب ویلو لپاره غوښتي او ورسره د اسلامي امارت پر سیاسي، اقتصادي او پوځي سیاست خبرې شوي دي.
مولوي عبدالکبیر، چې شپاړس ورځې وړاندې یې د ریاست الوزرا چارسمبالي ورسپارل شوې؛ هره ورځ عملاً د حکومتدارۍ بهیر څاري، له بهرنیو دیپلوماتانو سره د لیدنې ترڅنګ له یو شمېر سیاسي شخصیتونو، علمي کدرونو، قومي مشرانو او ورزشکارانو سره یې لیده کاته کړي دي.
د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال د مطبوعاتو او تشریفاتو رییس حسن حقیار ویلي؛ مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت د بهرني سیاست په اړه، چې یو متوازن او اقتصادي سیاست دی، پر بشپړ ټینګار د پلي کولو هڅې کوي.