تازه خبرونه
ریال مادرید په یوولسم ځل د اروپا اتلولي خپله کړه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
تېره شپه ریال مادرید په پنالتۍ کې اتلاتیکو مادرید ته په ماته ورکولو د یوولسم ځل له پاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله او ریالان په دې لوبه کې خوښ او بریالي کور ته ستانه شول.
د لومړۍ نیمايي لوبې په پاتې شېبو کې هیڅ یوې لوبډلې د ګول وهلو فرصت پیدا نکړ؛ خو ریال مادرید له اتلاتیکو له مادرید څخه غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړه.
د لوبې په دوه یمه نیمايي کې د اتلاتیکو مادرید لوبډلې زړه راکښونکې لوبه پیل کړه؛ خود ګریزمان ضربه د ګول له چپې پایې سره ولګیده، پنالتي یې ترلاسه کړه او ریال مادرید د یوولسم ځل له پاره د اروپا اتلانو لیګ اتلولي وګټله.