تازه خبرونه

ریچارډ بنټ د بشري حقونو په اړه تازه سفرونه پیل کړل

ریچارډ بنټ د دوشنبې پر ورځ (د وږي دولسمه) په ایکس پاڼه کې یو لنډ پیغام خپور کړ، چې خپل دا سفر یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اووه‌پنځوسمې غونډې مخکې پیل کړی دی.

Published

on

له هغې وروسته، چې اسلامي امارت د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورورکوونکی ریچارډ بنټ افغانستان ته له سفره منع کړ؛ نو د دې هېواد د بشري حقونو د وضعیت په اړه یې د سیمې هېوادونو ته د خبرو لپاره خپل لومړی سفر پیل کړ.

ریچارډ بنټ د دوشنبې پر ورځ (د وږي دولسمه) په ایکس پاڼه کې یو لنډ پیغام خپور کړ، چې خپل دا سفر یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له اووه‌پنځوسمې غونډې مخکې پیل کړی دی.

په دې پیغام کې بنټ ټینګار کړی، چې: سیمې ته په خپل سفر کې به زه د افغان ښځو او نرینه‌وو له بېلابېلو ډلو او همداراز په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه له کارپوهانو او حکومتي استازو سره خبرې وکړم.

بنټ دا هم ویلي، چې ده ترکیې ته سفر وکړ او د خبرو لپاره قطر ته رسیدلی دی.

اسلامي امارت په دې وروستیو کې ریچارډ بنټ د یو اړخیزو راپورونو د وړاندې کولو له کبله افغانستان ته له سفر کولو منع کړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نوموړي د سفري بندیز د علت په اړه ویلي، چې اسلامي امارت پر ده باور نلري او ټینګار یې کړی، چې د ملګرو ملتونو دا ځانګړی استازی کوچني مسایل لوی ښیي.

د ۲۰۲۱ ز.کال په اګست کې د اسلامي امارت له بیا واګمنېدو وروسته ریچارډ بنټ په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي په توګه وټاکل شو.

Trending

Exit mobile version