تازه خبرونه

زابلي: د ښار جوړولو وزارت شپږو جګپوړو مامورینو محاکمه دې علني وي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

لویه څارنوالۍ باید هغه پیسې مشخصې کړي چې د ښار جوړولو وزارت شپږو جګپوړو مامورینو بې ځایه لګولې او همدا راز د دغو تورنو کسانو محاکمه علني تر سره کړي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د رسیدګي کمیسیون رییس د دې مطلب په څرګندولو سره وایی، چې په دې قضیه کې نور کسان هم لاس لري او هغوي هم باید وپیژندل شي.

په همدې حال کې د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ وایی، چې د ښار جوړولو وزارت د دغو شپږو جګپوړو تورنو کسانو د اسنادو په وړاندې کولو کې له رسنیو سره همکاري نه ده کړې.

په اداري فساد کې د ښار جوړولو وزارت د شپږو جګپوړو چارواکو لاس لرل او د بیت المال د پیسو لوټ او تالان د زیاتو اندیښنې را پارولي دي.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د رسیدګي کمیسیون په دې نیوکه کوي چې ولې د دغو کسانو له خوا د حیف او میل شویو پیسو اندازه نه ده معلومه شوې.

د مشرانو جرګې د شکایتونو د رسیدګي کمیسیون رییس زلمی زابلي له لویې څارنوالۍ غواړي چې په دې برخه کې جدي څیړنه وکړي او خلکو ته روښانه کړي چې دغو شپږو کسانو څومره پیسې لوټ کړي دي.

 

بلخوا لویه څارنوالي وایی چې د شپږو تنو دوسیه په جدي توګه تر څیړنې لاندې ده او د قضیې د محرمیت له کبله دوي نه شي کولای په دې اړه ټول معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

په داسې حال کې چې پر معلوماتو د لاس رسي قانون توشیح شوی او د دې قانون له مخې باید هر حکومتي بنسټ له رسنیو او خلکو سره معلومات شریک کړي، خو د ښار جوړولو وزارت کې د شپږو تنو د فساد په اړه زیات اسناد دې وزارت کې شته؛ خو دغه وزارت نه حاضریږي چې په دې اړه رسنیو ته لازم معلومات ورکړي.

 

 

 

Trending

Exit mobile version