تازه خبرونه

زابلیان: دوست او دښمن باید تعریف شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د زابل ولایت یو شمېر خلکو، قومي مشرانو، دیني عالمانو او د ولایتي شورا غړیو په یوې اعتراضیه غونډه کې د پکتیکا په ولایت کې وروستۍ خونړۍ برید په کلکو ټکو وغانده.
دوی له حکومت غوښتنه وکړه چې د دوست او دښمن تعریف وکړي.

د دې ولایت اوسیدونکي تر یوي غونډي ورسته لارو او سړکونو ته راووتل او
د پکتیکا پېښه يې وحشي او غیراسلامي عمل وبلل .
د یادو کسانو له جملې څخه یوه برخه يې دیني عالمان او د سیمې د مسجدونو
ملا امامان دي. د دوي په خبره په اسلام کي د بې ګناه انسانانو وژنه
نارواه ده، هغه کسان چي ورته عمل کوي، الله ( ج ) به يې په خپله سزا
ورسوي.
د پکتيکا د یحیی خیلو ولسوالۍ په پړاو کلي کي دوې ورځي مخکي په یوه
لوبغالي کي د والیبال د لوبي پر مهال په یوه چاودنه کي ۶۰ تنه ووژل سول
او ۶۶ تنه نور ژوبل سول.
د دې پیښي په رامنځته کیدو سره د هیواد په ګوټ ګوټ کي د خلکو غوسې او
انديښنې را پورته سوي دي، دوي له دولته غواړي چي د دا ډول پیښو مخنیوی دي مخکي له مخي وکړي.
په هیواد کي د نوي حکومت د لوړې تر ورځې وروسته تر اوسه پورې ځانمرګي
بريدونه او چاودنې زياتې سوي او دولتي چارواکي د کابينې په اړه په
اختلافاتو بوخت دي. د ډيرو په خبره چي دغه چاري په هیواد کي روانو نا
امنیو ته زمینه برابره کړې ده.

Trending

Exit mobile version