تازه خبرونه

زابلی: وزارتونو سم کار نه دی کړی او زیاتره پروژې نیمګړې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دیارلس سوه څلور نوي مالي کال د بودجې طرحه مشرانو جرګې ته د مشورتي نظر لپاره وړاندې شوه.

د مالیې وزارت سرپرست وایي، چې ملي بودجه څلور سوه اته پنځوس اعشاریه اته میلیاردافغانۍ په پام كي نيول شوې چې دوه سوه پنځه اویا میلیارد افغانۍ عادي او یوسلو درې اتیا میلیارد افغانۍ پراختیایي ده.

د مالیې وزارت سرپرست عمر زاخیلوال وایي، د دیارلس سوه څلور نویم کال بودجې ټول کسر د څلور اعشاریه دوه میلیارد افغانیو په شاوخوا کې دی چې د ملی بودجې یو فیصد جوړوي.

د ملي بودجې طرحه د سه شنبې په ورځ مشرانو جرګې ته د مشورتی نظر لپاره وړاندی شوه. د ماليې سرپرست وزیر وایي، سره له دې چې دا طرحه یو لړ ستونزې لري او د هېواد د اړتیاو لپاره بسنه نکوي؛ خو له موجوده امکاناتو سرسم د هیواد د امنیتي، اقتصادي، ټولنیزو او پراختیایي پروژو لپاره په کې د پام وړ تدابیر نیول شوي دي.

د مالیې وزارت چارواکي وایی چې په ملي بودجه کې د پراختیایی پروژو د کار د دوام تر څنګ د ملی امنیتي ځواکونو پیاوړتیا او تجهیز او د بريښنایي تذکرو وېش د دولت له لومړیتوبونو څخه دي چې مناسبې پیسې ورته په پام کې نیول شوي دي.

فواید عامې وزارت ته د بودجې په دې طرحه څلور سوه دوه ویشت میلیون ډالر ځانګړي شوي چې د سړکونو په جوړولو به ولګیږي؛ خو عمر زاخیلوال د مشرانو جرګې د ځینو غړیو له نیوکو سره مخامخ شو.

له دغو سناتورانو څخه یو هم زلمی زابل وایي، وزارتونو سم کار نه دی کړی او زیاتره پروژې نیمګړي دي.

د ماليې وزارت چارواکي وایي چې د ملی یوالي حکومت پالیسي داسې په پام کې نیول شوې چې د بودجي اوسنۍ طرحه به دکال د نیمایی پورې تر څېړنو لاندې ونیول شي، او په پام کې ده چې د پراختیایي بودجې په درې کلن پلان کار وشي.

Trending

Exit mobile version