تازه خبرونه

زاخېلوال: د افغان امنیتي بنسټونو کلنۍ بودیجه باید تر شپږو میلیاردو ډالرو لوړه شي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د ماليې وزیر وايي، په کار ده، چې د افغان امنیتي بنسټونو کلنۍ بودیجه تر شپږو میلیاردو ډالرو لوړه شي. د زاخیلوال په وېنا له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویانو مرستې په دې کچه نه دي، چې دوی پرې افغان پوځونه تمویل کړي.
د ګوتو په شمېر میاشتې پاتې دي، چی په افغانستان کې د ناټو جګړه ایز ماموریت پای ومومی.
په ورته وخت کې افغان چارواکي هم غواړي، چی له نويو پېغامونو سره د ناټو په هغه غونډه کی برخه واخلي کوم، چی په راتلونکې میاشت کې د ناټو له خوا څخه د افغانستان په اړه په لندن کی جوړېدونکې ده.
د افغانستان د مالی وزیر حضرت عمر زاخېلوال د افغان امنیتی ځواکونو ستونزې له نړیوالو سره شریکوي او ویلز په غونډه کی به یی ناټو ته وړاندی کړي.
نوموړی وایی، چی افغان امنيتی ځواکونه په ملیارد ونو ډالرو ته اړتیا لري.
زاخېلوال همداراز وایی، هغه پېسی، چی د نړیوالو له خوا څخه له افغان امنیتی څواکونو سره مرسته کېږی باید د افغان حکومت له لوري په مصرف ورسول شی، خو مرستندویه هېوادونه بیا د مرستو وېش کی رڼښت له ټولو مهم رکن بولي.
جان فلیب د استرلیا سفیر په افغانستان کې وایي، مونږ هیله مند یو، چی افغانستان خصوصا افغان امنیتی بنسټونه د ژمنو د علمي کولو په برخه کی په شفافیت ټینګار وکړي تر څو هغه مرستی، چی د نړیوالې ټولنې له خوا څخه د افغان څواکونو د تمويل لپاره دي د ترلاسه کولو زمینه برابره کړي.
خو افغان امنیتی ځواکونه بیا د نړیوالو مرستې خصوصا د جګړه ایزو وسایلو په رانیولو کی شفاف بولی.
د کورنیو چار وزیر عمر داوود زی وایی، چی د جګړې له ډګر څخه د نړیوالو په وتلو سره په افغان سرتېرو فشارونه زیات شوي.
له دې ټولو سره سره بیا هم د نظامي چارو شنونکي وایی، چی ۲۰۱۴ کال وروسته د نړیوالو قواوو له ملګرتیا پرته افغان ځواکونه به ونه توانېږي چی په یواځې ځان دا جګړه پرمخ یوسی.

Trending

Exit mobile version