تازه خبرونه

زرګونه امریکایي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي- جیمز متیس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

U.S. Defense Secretary James Mattis testifies before the Senate Armed Services Committee on Capitol Hill in Washington, D.C., U.S., June 13, 2017. REUTERS/Aaron P. Bernstein

د امریکا دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د نوې ستراتیژۍ له مخې څه باندې درې زره تازه دمي سرتېري افغانستان ته روان شوي دي.

دغه سرتېري به د افغانستان د امنیت خوندي ساتلو کې برخه ولري.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د طالبانو د پرمختګ مخنیوي ته تېره میاشت د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره نوې ستراتیژي اعلان کړه.

د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس خبریالانو ته ویلي، چې نه غواړي د سرتېرو د شمېر په اړه کره څرګندونې وکړي؛ خو له درې زره ډېر سرتېري افغانستان ته لیږو، چې په دې هېواد کې له میشتو نورو ۱۱ زره سرتېرو سره یوځای شي

هغه زیاته کړې، چې د دغو سرتېرو ډېره برخه یا دې هېواد ته روان شوي او یایې د تګ امر شوی دی.

نوموړي دا هم ویلي، چې له دې نور ډېر څه؛ ځکه ویلی نشي، چې دښمن به ترې ګټه پورته کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وایي، امریکایي سرتېري به د ناتو غوڅ ملاتړ ماموریت په اډانه کې افغان ځواکونو ته سلا مشورې او زدکړې ورکوي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نجیب دانش وایي، مونږ له هر هغه حرکته، چې وسلوال مخالفین کمزوري کوي؛ هرکلی کوو.    

مخکې له دې د ناتو پوځي چارواکو ویلي وه، چې د اکتوبر تر میاشتې دې به افغانستان کې د ناتو د نورو استول کیدونکیو سرتېرو شمېر معلوم شي.      

Trending

Exit mobile version