تازه خبرونه

زرگونه ميله وسلې د نه مراقبت له كبله زيانمنې شوې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د فاع وزارت وايي، چې د سردار محمد داود خان له واكمنۍ را وروسته سلگونه ميله درندې او زرگونه ميله سپكې وسلې د طبيعي عواملو او د مراقبت د نه موجوديت له كبله زيانمنې شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند وايي:

د منحل شوې پخوانۍ اردو سلگونه درندې وسلې او ټانگونه ترميم شوي او د ملي اردو په واك كې وركړ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايي كه، معياري قوه او هوايي ځواك پياوړى نه شي د افغانستان پولې به خوندي نه وي.

كله، چې پاكستانيو پوځونو پر افغانستان او په ځانگړي توگه پر كونړ بريدونه وكړل؛ افغان ولسمشر حامد كرزي فرمان صادر كړ، چې په وسلتونونو كې شته وسلې او پرزې ترميم او د پوځ په واك كې وركړشي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو وسلو تصويرونه له هڅو سره سره تر لاسه نه شول.

Trending

Exit mobile version