تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په ناسته کې د ګډون لپاره قطر ته سفر کړی

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۹, ۱۴۰۰)

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ډاګه کړې، چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سولې په ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په درې ورځنۍ ناسته کې د ګډون لپاره دوحې ته سفر کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې به برخه اخیستونکي پر تاوتریخوالي کمولو، اوربند، ژمنتیا او د زور له لارې حکومت کولو زور راوړي.

دغه راز خلیلزاد به د طالبانو له سیاسي استازیو سره هم خبرې وکړي، چې جګړه او پوځي بریدونه پای ته ورسوي او د افغانستان ستونزې حل کړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د طالبانو د بریدونو زیاتوالی او د بشري حقونو په اړه ادعا شوي جرمونه د اندېښنې وړ دي.

امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی، چې د سولې خبرې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو یوازنۍ لار ده او امریکا به له ټولو اړخونو؛ سیمه ییزو او نړیوالو لوریو سره کار روان وساتي، چې د سیاسي حل  اجماع ته وده ورکړي.

ټاکل شوې، چې نن سې شنبه د زمري ۱۹ په افغانستان کې د سولې په اړه دوه مهمې ناستې په دوحه کې ترسره شي. د امریکا، چین، روسیې، پاکستان، ایران، ازبکستان او ترکیې استازي به د دغو ناستو ګډونوال وي.

Trending

Exit mobile version