تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو د پیلېدو لپاره سیمې ته سفر پیل کړی- امریکا

Published

on

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د سیمې له هېوادونو سره د بین الافغاني خبرو پر پیلېدو خبرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې زلمي خلیلزاد دمګړۍ قطر، هند او پاکستان ته سفر پیل کړی دی.

نوموړی به په دې سفر کې له هندي چارواکو سره د افغان سولې په اړه د دغه هېواد پر رول، له پاکستانيو چارواکو سره پر افغان سولې او له طالبانو او قطري چارواکو سره د سولې هوکړې پر پلي کیدو خبرې وکړي.

امریکا دا هم په ډاګه کړې، په افغانستان کې د دایمي سولې لپاره د هند همکاري مهمه ده او خلیلزاد به په دې سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره په دې تړاو خبرې کوي.

خلیلزاد به له طالب استازیو سره هم خبرې کوي او له دوی به وغواړي، چې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره هڅې چټکې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین څرګنده کړې، چې د دغه دفتر مرستیال او مشر ملا برادرآخند او ورسره پلاوي یې د امریکا د استازي ډاکټر خلیلزاد او د هغه له مل پلاوي سره پداسې حال کې وکتل، چې د قطر هېواد د بهرنیو چارو وزیر ځانګړي استازي ډاکټر مطلق القحطاني هم حضور درلود.

نوموړي زیاته کړې، چې په دې ناسته کې د بندیانو پر چټک خلاصون، د بین الافغاني مذاکراتو د پيل او د هوکړې د بشپړ تطبیق په اړه بشپړې خبرې وشوې.

د یادونې ده، چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي تر دې دمه د خپل سفر و پیل په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version