تازه خبرونه
زلمی خلیلزاد د مسکو د سولې په غونډه کې ګډون کوي- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د امریکا پر استازیتوب به د مسکو په ناسته کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د دوشنبې پر ورځ په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وه، چې زلمی خلیلزاد به د مسکو د سولې په ناسته ګډون ولري.
پرایس څرګنده کړې؛ لکه څنګه، چې تېره اوونۍ انټوني بلینکن ویلي وه، چې مونږ د سیمې او نړۍ له همکارانو سره هڅې کو، چې د سیاسي جوړجاړي پر لوري پرمختګ ګړندی کړو او د سولې د دې اړین بهیر د هڅولو لپاره زمونږ د روانو هڅو یوه برخه د استازي خلیلزاد ګډون د مسکو په غونډه کې دی.
نوموړي زیاته کړې: دا ناسته به د افغانستان د سولې بهیر د ملاتړ لپاره نورې ټولې نړیوالې هڅې بشپړې کړي او د رامنځته شویو پرمختګونو په اړه به د نړیوالې ټولنې اندېښنې هم راوځلوي.
دغه راز د دوشنبې پر سهار د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله تائید کړه، چې دی به هم د جمهوریت پلوي پلاوي پر مشرۍ په دې ناسته کې برخه واخلي.
د طالبانو ویاند، محمد نعیم هم تائید کړې، چې د دوی له لوري به لس کسيز پلاوی په دې ناسته کې برخه واخلي.
همدارنګه زلمی خلیلزاد د دوشنبې پر ورځ د قطر له درې اړخیزې ناستې وروسته کابل ته راغلی او له ولسمشر اشرف غني او عبدالله سره یې وکتل.
د ولسمشرۍ د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر غني او خلیلزاد د سولې بهیر پر وروستيو پرمختګونو او راتلونکيو ګامونو بحث او خبرې کړې دي.
عبدالله عبدالله هم په یوه ټویټ کې څرګنده کړې: مونږ له خلیلزاد سره پر سولې بهیر، نويو نوښتونو، وروستي سیاسي پرمختګونو خبرې کړې دي.
عبدالله د غونډې په بهیر کې دا هم ویلي: مونږ د سیاسي جوړجاړي او د سولې د هڅو د ګړندي کیدو غوښتنه هم کړې ده.
دا په دوه اوونیو کې کابل ته د خلیلزاد دوه یم سفر دی، چې د بېلابېلو سیمه ییزو همکارانو په ګډون د افغانستاند جمهوریت پلویو او طالبانو د سیاسي جوړجاړي لپاره ترسره کیږي.
د امریکا د سولې په هڅو کې د سولې مسوده شامله ده، چې ټولو خواوو ته سپارل شوې او ټولګډونه حکومت ته د لېږد ښکارندویي کوي. دغه پړاو ته د رسېدو لپاره د ترکیې په سرمشریزې کې ګډون اړین ګرزېدلی دی.
مسکو په عین حال کې د سولې یوه بله ناسته تنظیم کړې چې تمه کیږي د پنجشنبې پر ورځ په روسیه کې جوړه شي.
د افغانستان حکومت او طالبانو دواړو ویلي، چې دوی به په دې ناسته کې برخه واخلي.
تمه ده، چې د مسکو ناسته به په افغانستان کې د سولې له هڅو ملاتړ وکړي.