سیمه ییز خبرونه

زلمی رسول: كه ولسمشر شم د اداري فساد جرړې به وكاږم

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ولسمشرۍ كانديد زلمى رسول وايي، كه ولسمشر شي، د هېواد دښمنانو ته به د حالاتو د ګډوډولو موكه په لاس ورنكړي.

د ولسمشرۍ د كانديدانو د ټاكنيزو مبارزو په دويمه ورځ د زلمي رسول پلويانو په كابل كې مبارزاتي غونډه جوړه كړې وه.

دغې غونډې ته د ولسمشرۍ كانديد زلمي رسول وويل:

له اداري فساد او نشه يي توكو سره مبارزه يې د كاري لومړيتوبونو څخه ده. د امنيت ټينګښت او د پوهنې د سالم چاپېريال برابرول نور هغه ټكي دي، چې ښاغلي زلمي رسول يې د ولسمشر كېدو په صورت كې له خلكو سره ژمنه وكړه.

له نا امنيو او نشه يي توكو وروسته اداري فساد هغه ستونزه، چې له تېرو دوولسو كلونو راهيسې افغانان ورڅخه كړېږي، خو ښاغلى رسول وايي، كه ولسمشر شي د اداري فساد جرړې به وكاږي.

د ښاغلي زلمي رسول مرستيالانو احمد ضيا مسعود او حبیبې سرابي هم د اقتصادي ستونزو د مبارزې او د ښځو د رول د پياوړتيا ٰپه باب ژمنې وكړې.

په پام كې ده، چې ولسمشرۍ ټاكنې په د راتلونكي پسرلي د وري مياشتې په شپاړسمه تر سره شي. دغو ټاكنو ته يوولسو كسانو ځانونه كانديد كړي دي.

Trending

Exit mobile version