تازه خبرونه

زمونږ بنسټیزه موخه د ثبات ټینګښت دی- غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

افغان ولسمشروایي، افغانستان له اووه نوي کلونو وروسته له آزادي نه د دفاع له پاره د ژمنې تازه کولو اړتیا لري.

ولسمشر غني د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د اووه نویمې کلیزې په نمانځغونډه کې وویل، افغانستان به خپل بهرنی سیاست هیچا ته تسلیم نه کړي.

هغه زیاتوي، افغان ځواکونه یوې تحمیلي جګړه کې دفاع کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې، د امنیتي ځواکونو له سرښندنې پرته په وارسا کې شوې ژمنې ناشونې وې.

افغان ولسمشر په دې اړه وایي، نړيوالو له افغانستان سره خپله ژمنتيا ثابته كړې ده.

هغه همدا راز وایي، چې له نړيوالو سره د متقابلو ګټو پربنسټ همكاري كوو.

ولسمشرزیاته کړه؛ اړتیا ده، چې د اسلام له نړۍ سره په یوخای کیدو د اسلام مبارک دین نوم ونښان خوندي او ستاتو.

امنیتي ځواکونو ته د ولسمشر پیام دا و؛ امنیتي ځواکونو ته نه ښایي، چې له ملي سیاست پرته نور سیاستونه د ملاتړ وړ وګڼي.

ولسمشر د ملي خوزښتونو غوښتونکی شو او وایي، چې په افغانستان کې زمونږ اصلي موخه د ملي ثبات ټینګښت دی.

بلخوا لوی درستیز قدم شاه شهیم وايي،بهرنۍ کړۍ د خپل هېواد پر ملاتړ د افغانستان د پرځولو نیت لري.

د زمري اته ويشتمه، چي د افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخستلو ملي ورځ ده؛ په کندهار کي هم په پوځي مراسمو ونمانځل شوه. په دغو مراسمو کي د کندهار والي او يوشمېر نورو چارواکو دامنيتي ځواکونو هغه هڅي وستايلې، چي په امنيتي برخه کي يي کړي دي.

دوي ډاډ ورکوي، چي نه يوازي دملي ورځو د نمانځلو امينت به ساتي، بلکي ټول امنيتي ځواکونه په هر وخت کې چمتو دي، چي دهېواد ساتنه وکړي.

له بلې خوا په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ په شندارو مراسمو په ټول ښار کې ونمانځل شوه او خلکو ورسره په بېلابېلو بڼو خپله خوښي په ډاګه کړه.

دا په داسې حال کې ده، چې نهه اويا كاله وړاندې د افغانستان اصلاح غوښتونكي پادشاه غازي امان الله خان له انګريزانو څخه د هيواد خپلواكي ترلاسه کړه اوله خپلواکۍ سره خیانت یې نه بښونکی جرم وګاڼه.

دا ورځ اوس په هيواد كې په ځانګړو مراسمو نمانځل كيږي. 

Trending

Exit mobile version