تازه خبرونه
زمونږ جرم له جوپه جوپه خوشې شويو طالبانو ډېر نه دى- ښځينه زندانيانې
هغه میرمنې، چي په زندانونو کي شپې او ورځې تېروي ولسمشر حامد کرزی ته په خطاب کې وایي:
زمونږ جرم د هغو طالب ترهگرو څخه، چې جوپه جوپه له بند خوشي کیږي ډېر نه دی.
د آريانا نيوز خبرياله فرح ناز فروتن د كابل ښځينه زندان ته تلې او د بنديانو له خولې په ډاگه كوي، چې:
څارنوالان د دوى د خوشې کولو په بدل کې پیسې غواړي او د نه ورکولو په صورت کې یې د دوسیو کار ځنډول کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې زندان مشره ميرمن زرافشان نایبی وایي:
څه موده وړاندې یوه ترهگره ښځه، چې ۷ کاله په بند محکوم شوې وه له درې کلونو وروسته د تخفیفونو له مخې خوشي شوه .
ذاکره د پروان ولایت اوسیدونکې په یاد ولایت کي د ټښتوني په جرم نیول شوې او په ۴ کاله بند محكومه وه؛ خو د یادې مودې یوازي ۹ میاشتي يې تېرې شوې، ۵ ماشومان لري او وايي:
ماشومان مې له ۹ میاشتو وروسته ليدلو ته راغلي دي.
ذاکره زياتوي، چې حامد کرزی په طالبانو ترحم کوي، خو ښځينه بنديانې په بند كې شپې تېروي او څارنوالان يې د خوشې كولو او دوسيو د څېړلو په بدل كې پيسې غواړي.
د يادونې وړ ده، چې نه يوازې په زندان كې د بنديانو اولادونه روزل كيږي، بلكې د خياطۍ د غاسانتياوو تر څنگ ورته سينگارخونې هم جوړې شوې دي.
د دغه ښځينه زندان بنديانې له درې مياشتو نيولې تر ۲۰ كلونو په بند محكوم دي، چې تر اوسه يې دوه تنه اعدام شوي دي.