سیمه ییز خبرونه

زورواكو غير قانوني ښارگوټي جوړ كړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرگې د  مواصلاتو او مخابراتو د جرگه گۍ رييس وايي، چې:

په كابل كې څه نا څه سل غير قانوني ښارگوټي زور واكانو لاندې كړي.

كابل ښاروال، چې په  همدې موخه دغه جرگه گۍ ته ورغوښتل شوى و؛ وايي، چې:

د افغان ولسمشر د فرمان له مخې به له هغو خلكو سره قانوني چلند وكړي، چې د ځمكو په غصبولو كې لاس لري.

كابل ښاروال محمد يونس نو انديش د  دوشنبي په ورځ د وږي په ۱۴د مشرانو جرگې د  مواصلاتو او مخابراتو كميسيون لخوا په كابل كې د ځمكو د غصب او  غير قانوني ښارگوتو د جوړيدو په اړه  دې جرگه گې ته  ورغوښتل شوي وه .

د نوموړې جرگه گۍ رييس احمد جاويد روف  وويل، چې:

په كابل كې د زورواكانو له خوا يو شمېرغيرقانوني ښارگوټې جوړ شوي دي .

كابل ښاروال محمد يونس نوانديش هم ياده ستونزه مني  او وايي، چې:

دا موضوع  يې  له ولسمشر كرزي سره شريكه كړې  او ورته هدايت  شوى، چې له هغو كسانو سره دې قانوني چلند وكړي، چې غواړي په مافايايي هڅو په كابل ښاركې ځمكې غصب كړي.

كابل ښاروال وويل، چې يوازې په كابل كې اته ښارگوټي رسميت لري او پاتې ټول په غير قانوني توگه جوړ شوي دي.

نوموړي زياته كړې، چې يو شمېركسان  شته، چې د غير رسيمي ښارگوتو په   جوړولو يې لاس پورې كړى؛ خلك غولوي او جعلي اسناد وركوي .

نو انديش وايي:

دوى  په پام كې لري، چې د ځمكو د غاصبينو په وړاندې د ښاروالۍ په چوكات كې ساختماني پوليس رامنځته كړي، چې د خپلسرو كورنو د جوړولو مخنيوى وكړي او د كورنيو چارو وزرات په مرسته د ځمكو د غاصبينو مخه ونيسي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version