1393ټاكنې

زورواکو په ټاکنو کې پراخې درغلۍ کړې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون چارواكي وايي، زورواكو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون كاركوونكو په ټاكنو كې پراخې درغلۍ کړې دي. د نوموړي كميسيون چارواكي زیاتوي، كه دغه سرغړونې او درغلۍ په دقيقه توګه ونه څېړل شي، د ټاكنو مشروعيت به تر پوښتنې لاندې راشي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون چارواكي وايي، د ټاكنو خپلواك كميسيون بايد د رايو هغه صندوقونه له شمېر څخه جلا كړي، چې درغلۍ پكې شوې دي.

په داسې حال كې، چې د ټاكنو او ټاكنيزو شكايتونو كميسيونونه ټينګار كوي، چې تقلبي رايې به راتلونكى ولسمشر ونه ټاكي، په تېرو ټاكنو كې يو ځل بيا د پراخو درغليو رپوټونه وركول كېږي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئيس عبدالستار سعادت وايي، چې په تېرو ولسمشريزو ټاكنو كې زوراكو او د ټاكنو د خپلواك كميسيون كاركوونكو د ځينو كانديدانو په ګټه پراخې درغلۍ كړې دي.

د ټاكنيزو شكايتونو له كميسيون سره په دغو څرګندونو كې د ټاكنو د خپلواك كميسيون رئيس محمد یوسف نورستاني هم ورته نظر لري.

د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون مسئولين همدارنګه وايي، كه درغلۍ ثابتې شي، يو زيات شمېر رايې به باطلې شي.

د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون رئيس زیاتوي، چې كه تر سره شوې درغلۍ سمې ونه څېړل شي، د ټاكنو پر مشروعيت اغېز كولى شي.

وېل كېږي د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون ته زياتره شكايتونو د ټاكنو د خپلواك كميسيون د كاركوونكو په باب ثبت شوي دي.

Trending

Exit mobile version