سیمه ییز خبرونه

زور لرونكي او حكومتي چارواكي د اساسي قانون د تطبيق پر وړاندې ستر خنډونه دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ملي شورا ځينې غړي د اساسي قانون پر نه تطبيق اندېښنه ښكاره كوي او وايي، زور لرونكي او حكومتي چارواكي د اساسي قانون د تطبيق پر وړاندې ستر خنډونه دي.

د ملي شورا غړي حافظ عبدالقيوم او خالقداد بلاغي زور واكان او يو شمېر دولتي چارواكي د اساسي قانون د تطبيق پر وړاندې ستر خنډونه بولي.

دوی وايي، د دولت په درې ګونو قوو كې د اساسي قانون تطبيق ته زياته پاملرنه نه كېږي او له قانون څخه د سرغړونې زيات موارد د حكومتي او زور واكو كسانو له خوا كېږي، نه د عامو خلكو له خوا.

د اساسي قانون د تطبيق پر سر د څارنې كميسيون رئيس ګل رحمان قاضي هم مني، چې د قانون د تطبيق پر وړاندې ستونزې شته، او د ده په خبره د دې ستونزو د لرې كولو لپاره بايد اړوندې ادارې هڅې وكړي.

ښاغلي قاضي په افغانستان كې له مېشتو نړيوالو هم غواړي، چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوى وكړي.

د اساسي قانون د تصويب د لسمې كليزې د اوونۍ د را رسېدو په مناسبت د كابل ښار د اماني د ليسې په تالار كې يوه غونډه جوړه شوې وه، چې د ګازي بخارۍ د چاودنې له كبله لغوه شوه.

د افغانستان اوسنى اساسي قانون په دولسو څپركو او ۱۶۲مادو كې د ۱۳۸۲لمريز كال د مرغومې په څوارلسمه  نېټه په كابل كې په يوې لويه جرګه كې تصويب شو.

Trending

Exit mobile version