تازه خبرونه
زياتره دولتي وياندويان له آزادو رسنيو سره معلومات نه شريكوي
نى اداره وايي، چې خبريالان د حكومت له لويو قراردادونو او دالري لگښتونو په اړه معلومات نه لري.
په داسې حال كې، چې افغانستان په حساسو شرايطو كې داخل شوى او خلك د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو د ټاكنو په درشل كې معلوماتو ته اړتيا لري؛ خو د نى اداره وايي، چې خبريالانو د حكومتي ادارو له وياندويانو گڼ شكايتونه كوي.
د نى د معلوماتو له مخې له ولسمشرۍ ماڼۍ نيولې د ولايت تر دفتره زياتره چارواكي د خبريالانو پوښتنې بابيزه بولي او معلومات نه وركوي.
خبريالان د حكومتي چارواكو دا چلند د قانون خلاف بولي او پر دولتي مسوولينو غږ كوي، چې خبريالانو سره قانوني چلند وكړي.
د نى رييس صديق الله توحيدي د كورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ستايي، چې پخپل وخت خبري رسنيو ته ځواب وركوي.
شاوخوا دوه نيم كاله كيږي، چې معلوماتو ته د لاسرسي قانون بې برخليكه پاتې دى او تر اوسه ملي شورا ته د تصويب لپاره استول شوى نه دى.