1393ټاكنې

زياتره شكايتونو د ټاكنو پر دوو مخكښو كانديدانو، پورې تړاو درلود

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د ټاكنيزو شكايتونو په علني غونډو كې د هېواد دپنځو زونونو د ۷۱۰ موردو شكايتونو څېړنه پاى ته ورسېده. د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون مسئولين وايي زياتره شكايتونو د ټاكنو پر دوو مخكښو كانديدانو، ډاكتر عبدالله عبدالله او ډاكتر اشرف غني احمدزى پورې تړاو درلود.

د ټاكنيزو شكايتونو علني غونډې ډېرې ناندريزې وې. د كانديدانو د استازو تر منځ د ناندريو سر بېره د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون غړو هم تر يوه بريده اختلاف درلود.

په غونډو كې داسې ويډيو ګانې، تصويرونه او راى پاڼې ښودل كېدې، چې په ټاكنو كې د درغليو او ګډوډيو ښكارندويي يې كوله.

په دغو علني غونډو كې د مركزي زون ۱۳۲، د لوېديځ او سويل لوېديځ زون ۲۴۶، د شمال ختيځ ۷۴، د ختيځ او سويل ختيځ ۱۳۳ او د شمال زون  ۱۲۵ شكايتونو وڅېړل شول.

د دغو غونډو د پايلو په باب د ټاكنيزو شكايتونو د كميسيون مرستیاله ریدا عظیمي وایي، د ټاكنيزو شكايتونو كميسيون به د خپلو ارزونو پايلې او وروستۍ پرېكړې د ټاكنو خپلواك كميسيون ته وسپاري، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به تر څو راتلونکو ورځو د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلام کړي.

Trending

Exit mobile version