تازه خبرونه

زیاتره کرنیز محصولات مو سم نه بسته بندي کیږي-د سوداګرۍ خونه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ خونه وایي، زیاتره کرنیز محصولات؛ ځکه په نړیوالو بازارونو کې پلور نه لري، چې سم  نه بسته بندي کیږي.

د تازه میوو او کرنیزو محصولاتو موسم را نږدې شوی؛ خو د بسته بندي په لار کې یې اوس هم ستونزې شته او دا د دې سبب کیږي، چې زیاتې میوې او محصولات نړیوال مارکیت او بازار ونلري.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی وایي: د میوې ټولونې وخت رانږدې شوی باید پر بسته بندۍ کار وشي. دا یوه ستره ستونزه ده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ پر نړیوال ستندرد د میوو نه وړاندې کول هم د مستردولو یو علت دی.

د بڼوالۍ د ملي پروګرام پلی کول د کرنې وزارت مهمه هڅه ده.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي: د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د بڼوالۍ ملي پروګرام جوړ شوی او تر څنګ یې د بسته بندۍ د مرکزونو او سړخونو پر جوړولو هم کار روان دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د سړخونو جوړول او سمه بسته بندي هغه څه دي، چې هم صادرات لوړوي اوهم عایدات پرې لوړیږي.

 د سوداګرۍ وزارت، هوایي دهلیزونه او ترانزیتي لارې د صادراتو د پراختیا لپاره ګټور بولي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند مسافر قوقندي وایي: تر دې دمه د هوکړه لیک اخیستل اختیاري وه؛ خو اوس، چې نړیوال بازار ته اړتیا اړینه شوې، هیله من یم، چې ټول سوداګر هغه واخلي.             

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان او هند، افغانستان او قزاقستان ترمنځ د هوایي دهلیزونو له جوړیدو وروسته د ترکیې او افغانستان تر منځ هم هوایي دهلیز جوړ شو؛ خو ترهغې، چې صادرات معیاري نه شي، د دې لارو جوړیدل به ګټور نه وي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version