تازه خبرونه
زیاتره ګوندونه ملي مسایل نه بلکې قومي او سیمه ییز مسایل تعقیبوي- د عدلیې وزیر
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د عدلیې وزیر وایي، زیاتره ګوندونه ملي مسایل نه، بلکې قومي او سیمه ییز مسایل تعقیبوي او د همدې لپاره جوړ شوي دي.
د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د خپل درې کلن کار راپور وړاندې کړ او زیاتره ګوندونه یې پر قوم پالنې او سمت پالنې تورن کړل.
نوموړی وایي، په تېرو درې کلونو کې توانیدلی، چې د هېواد په محاکمو کې له نهه شپیته میلیون دالرو، ۱۳ زره یورو او ۹۶ زره جریبه دولتي ځمکې دفاع وکړي.
هغه زیاته کړې، چې، د انسانانو د قاچاق، د قانون د تعدیل او اصلاح، د قاچاق وړونکیو شبکو د کشف او شکمنو د پېژندلو په برخه کې د ډاډ وړ کارونه تر سره شوي دي.
د عدلیې د وزیر په خبره، پېنځه شپیته سیاسي ګوندونو او شاوخوا درې زره ټولنیزو بنسټونو خپل جوازونه نوي کړي دي.