نړۍ

زیلینسکي د اوکراین پر ځمکني بشپړتیا ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: وری ۸, ۱۴۰۱)

په داسې حال کې، چې روانه اوونۍ به د ترکیې پر کوربتوب د مسکو او کیف ترمنځ د سولې خبرې ترسره شي؛ خو اوکرایني مشر ولادیمیر زیلینسکي د خپل هېواد پر ځمکني بشپړتیا ټینګار څرګند کړی دی.

له دې مخکې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي ویلي وه، چې په خپل هېواد کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره جوړجاړي ته چمتو دی.

د یکشنبې پر شپه ناوخته د کب پر ۷ او د مارچ پر ۲۷ ولسمشر زیلینسکي اوکراینیانو ته په یوه ویډیو خطاب کې ویلي، چې د ترکیې په استانبول کې د روسیې له پلاوي سره په خبرو کې د اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا د هغه د حکومت لپاره لومړیتوب لري؛ خو څرګندونې د یکشنبې پر ورځ بل ډول وې.

ولسمشر زیلینسکي د یکشنبې پر سهار روسي خبریالانو ته ویلي، چې د هغه حکومت له روسیې سره د سولې د تړون د یوې برخې په توګه د اوکراین پر بې پریتوب او دونباس جوړجاړي ته چمتو دی.

ولسمشر زیلینسکي زیاته کړې، چې د بې طرفۍ او د اوکراین د غیر اټومي دریځ په اړه هر ډول هوکړه باید د درېیمې ډلې لخوا تضمین شي او د اوکراینیانو لخوا ټولپوښتنه ترسره شي.

د ترکیې په استانبول کې د مسکو او کیف د پلاویو تر منځ د خبرو له دوام سره سره د اوکراین د پوځي استخباراتو مشر کیرلو بودانوف ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ختیځ د اشغال په لټه کې دی.

بودانوف وایي؛ په حقیقت کې [روسیه] شمالي او جنوبي کوریا ته ورته د اوکراین د وېش پلان لري.

ولسمشر زیلینسکي له لويدیځو هېوادونو څخه ټانکونه، الوتکې او توغندي غوښتي، چې د روسیې د ځواکونو بریدونه پرې شنډ کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یکشنبې په ورځ له ولسمشر پوتین سره په ټیلیفوني خبرو کې هوکړه کړې، چې هېواد به یې په استانبول کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو کوربه وي.

د اردوغان دفتر ويلي، د ترکیې ولسمشر هم په اوکراین کې د اوربند او د بشري وضعیت د ښه کېدو غوښتنه کړې ده.

د روسیې او اوکراین مذاکراتي پلاوي هم تائید کړې، چې د دوی ترمنځ به مستقیمې خبرې وشي.

د امریکا لوړپوړیو چارواکو د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې امریکا په روسیه کې د رژیم د بدلون په لټه کې ندی. دا څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغه کېږي، چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په پولنډ کې له امریکایي ځواکونو سره په لیدنه کې ویلي وه، چې ناشونې ده، چې پوتین نور په واک کې پاتې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ بیت المقدس ته د سفر پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې د جو بایډن موخه دا وه، چې ولسمشر پوتین په اوکراین یا بل کوم ځای کې جګړه ونکړي.

Trending

Exit mobile version