نړۍ

زیلینسکي په سعودي عربستان کې د امریکا او اوکراین د سولې له خبرو مخکې له ولیعهد سره وکتل

د سعودي عربستان دولتي خبري سرچینې SPA د سې‌شنبې پر ورځ سهار راپور ورکړ، چې د سعودي ولیعهد په جده کې د غونډې پرمهال د اوکراین د کړکېچ د حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو لپاره د پاچایۍ پر ملاتړ ټینګار وکړ.

Published

on

تسنیم خبري سرچینې د نړیوالې ډلې د راپور او د رویټرز د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکرایني او امریکایي چارواکو ترمنځ له خبرو اترو مخکې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان سره ولیدل. په داسې حال کې، چې واشنګټن له اوکراین سره د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پام وړ پرمختګ ته هیله من دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري سرچینې SPA د سې‌شنبې پر ورځ سهار راپور ورکړ، چې د سعودي ولیعهد په جده کې د غونډې پرمهال د اوکراین د کړکېچ د حل او سولې ته د رسېدو لپاره د نړیوالو هڅو لپاره د پاچایۍ پر ملاتړ ټینګار وکړ.

امریکا، چې یو وخت د اوکراین اصلي متحد و؛ د جګړې د ژر پای ته رسولو په اعلان کې یې د شخړې په اړه خپله پالیسي بدله کړې، له مسکو سره یې نېغې اړیکې نیولی دی. په داسې حال کې، چې د اوکراین لپاره یې پوځي مرستې او د استخباراتو شریکول هم بند کړي دي.

اوکراین، چې په سپینه ماڼۍ کې له یوې نوې تګلارې سره مخ شوی او د زیلینسکي او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ له ویجاړونکو ناندرو وروسته د “عملي” اړیکو لپاره پرې فشار راوړی دی.

سعودي عربستان په ۲۰۲۲ کې پر اوکراین د روسیې له برید راپدېخوا د منځګړي رول لوبولی دی؛ د بندیانو د تبادلې په ګډون یې تېره میاشت د مسکو او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب هم کړی دی.

د سې‌شنبې ورځې خبرې اترې د امریکا او اوکراین د چارواکو ترمنځ په سپینه ماڼۍ د زیلینسکي له ناکامې ناستې وروسته لومړۍ رسمي غونډه ده. د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ استازي سټیو ویټکوف ویلي، چې هغه پوره هیلې لري.

هغه له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي: “زه فکر کوم، چې زمونږ تګ هلته د پام وړ پرمختګ لپاره دی.”

له ویټکوف وپوښتل شول، چې آیا زیلینسکي به په روانه اوونۍ کې د کانونو د تړون لاسلیک کولو لپاره امریکا ته راستون شي؟ ویلي: “زه هیله من یم، چې ټولې نښې مثبتې دي.”

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ډېر محتاط چلند غوره کړی او وایي، چې د کانونو د معاملې په اړه جزئیات اوس هم کار ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې، چې خبرې اترې د تړون له لاسلیک کولو پرته هم بریالۍ کیدی شي او ټینګار یې وکړ، چې د سولې د ترلاسه کولو او د امتیازاتو ورکولو لپاره باید د کیف د چمتووالی کچه معلومه شي.

د ټرمپ تر سخت فشار لاندې، زیلینسکي هڅه کړې چې وښيي چې کیف ژمن دی چې ژر تر ژره جګړه پای ته ورسوي؛ سره له دې، چې د امریکا د امنیتي تضمینونو په ترلاسه کولو کې پاتې راغلی[ ځکه، چې کیف یې د سولې د هرې معاملې لپاره اړین ګڼي.

زیلینسکي ویلي، چې هغه به د سې‌شنبې پر ورځ له امریکایي چارواکو سره په خبرو اترو کې برخه وانخلي او د اوکراین په پلاوي کې به د هغه د کارمندانو مشر د هغه د بهرنیو چارو او دفاع وزیران او د ولسمشرۍ په اداره کې یو لوړ پوړی پوځي چارواکی ګډون ولري.

زیلینسکي د ایکس په یوه پوسټ کې څرګنده کړې: “زمونږ له اړخه؛ مونږ په بشپړ ډول رغنده خبرو اترو ته ژمن یوو او هیله لرو، چې د اړینو پرېکړو او ګامونو په اړه بحث او هوکړه وکړو.”

حقیقي وړاندیزونه پر میز دي. ” چټک او ګټور حرکت ته اړتیا ده.”

امریکايي چارواکو ویلي؛ دا غونډه د دې لپاره ده، چې کیف د جګړې د پای ته رسولو لپاره روسیې ته د مادي امتیازاتو ورکولو ته لیواله دی او که نه.

یوه امریکایي چارواکي ویلي: “مونږ غواړو وګورو، چې آیا اوکراینیان نه یوازې په سولې کې، بلکې حقیقي سولې ته هم لېوالتیا لري.”

ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې هغه له راتلونکو خبرو اترو څخه د ښو پایلو تمه لري او زیاته وي، چې واشنګټن “تقریبا” له کیف سره د استخباراتو شریکولو ځنډول پای ته رسولي دي.

روبیو ویلي، چې اوکراین له دې مخکې د امریکا ټول دفاعي معلومات ترلاسه کړي دي.

د خبرو اترو په درشل کې، روسیې د کیف او د اوکراین په نورو برخو هوايي بریدونه وکړل او د اوکراین هوايي ځواک اعلان وکړ، چې هېواد یې د توغندیو د برید له خطر سره مخ دی.

ویټکوف، چې خبرې اترې یې تنظیم کړي ویلي؛ نظر دا دی، چې “د سولې تړون او همدارنګه د لومړني اوربند لپاره چوکاټ ترلاسه شي.”

زیلینسکي په هوا او سمندر کې د اوربند او همدارنګه د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې، چې د هغه څرګندونو له مخې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د روسیې د ژمنې ازموینه کیدی شي.

د رویټرز ویلي، مسکو د لنډمهاله اوربند نظر رد کړې؛ ځکه، چې د انګلستان او فرانسې لخوا هم وړاندیز شوې و.

دغه راز څرګنده شوې، چې دا د کیف لپاره د وخت اخیستلو او د هغه د پوځي سقوط د مخنیوي لپاره یو اقدام دی.

د امریکا د ملاتړ په اړه د پوښتنې په ځواب کې زیلینسکي پخپلو اروپایي متحدینو غږ کړی، چې خپل ملاتړ زیات کړي؛ ځکه، چې د کیف د جګړې د ډګر وضعیت خرابیږي او پر روسیې فشار زیاتیږي، چې له کرسک سیمې څخه ووځي.

په راپور کې ویل شوي، چې روسیې د اوکراین د خاورې شاوخوا پېنځمه برخه د کریمیا په ګډون کنتولوي، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له ځان سره یوځای کړه او ځواکونه یې هم په ختیځ دونیڅک سیمه کې تر فشار لاندې دي او د جګړې له ډګر څخه پر لرې پرتو ښارونو یې د ډرون او توغندیو بریدونه زیات کړي دي.

د زیلینسکي د څرګندونو له مخې؛ روسیې یوازې په تېره اوونۍ کې پر اوکراین ۱۲۰۰ هوايي لارښود بمونه، نږدې ۸۷۰ بریدګر ډرونونه او له ۸۰ څخه ډېر توغندي توغولي دي.

Trending

Exit mobile version