تازه خبرونه

زیمبابوې اوس هم په تي ۲۰ سیالیو کې د افغانستان کوربتوب ته په تمه ده

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۳۰, ۱۳۹۹)

د کورونا ویروس ناروغۍ له اندېښنو سره سره د زیمبابوې کرکت لوبدله اوس هم په تمه ده، چې په نږدې راتلونکي کې به د پېنځه شل اوریزه نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان کوربتوب وکړي.

د زمبابوې نیوز د څرګندونو له مخې؛ د دغه هېواد ملي لوبډله د افغانستان په وړاندې د احتمالي لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

د زمبابوې د کر کت اړیکو مشر دارلینګټن ماجونګا ویلي، چې د زمبابوې کرکت او د افغانستان کرکت بورد هوکړه کړې، چې لوبه به د زیمبابوې د حکومت لخوا د بندیز له لیرې کیدو سره سمه ترسره شي.

دغه لوبې په داسې حال کې تر سره کیدونکې دي، چې زیمبابوې د ویروس د خپریدو مخنیوي لپاره ډېرې هڅې تر سره کړې دي.

ماجونګا ویلي: مونږ له افغانستان سره هوکړه کړې، چې له قرانطین مخکې به د سیالیو لپاره چمتوړوالی نیسو. په هر حال دغه سیالۍ یوازې هغه وخت ترسره کیدی شي، چې دولت یې تصویب او د تورنمنت د ترسره کیدو لپاره اجازه ورکړي.

د ځایی رسنیو د څرګندونو له مخې؛ د زمبابوی کرکت بورد د سیالۍ تصویبولو لپاره له ستونزې او  ننګونې سره مخ دی.

تېره اوونۍ د زمبابوې حکومت اعلام  کړه، چې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېریدو سره به د قرنطین محدودیتونه سخت کړي. د یکشنبې پر ورځ په دې هېواد کې ۱۶۰۰۰ نوې مثبتيې پېښې ثبت شوې وې.

د افغانستان کرکت بورډ تیره اونۍ د خبرو پر مهال ویلي وه، چې زمونږ ملي لوبډلې لوبغاړیو یوه میاشت مخکې دغو پېنځو سیالیو ته چمتووالی نیولی او روزنه یې پیل کړې ده.

ویل کیږي، چې د ملي لوبدلې ټولو لوبغاړیو کرونا آزموینه کړې  او دا ټول منفي وه.

Trending

Exit mobile version