تازه خبرونه
سارک د افغانستان خلکو ته د بېړنیو بشري مرستو د لېږلو غوښتنه وکړه
د سویلي آسیا د سیمه ییزو همکاریو ټولنې یا سارک د سوداګرۍ او صنایعو خونې د یکشنبې پر ورځ د افغانستان له خلکو سره د بېړنیو بشري مرستو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان ډیلي ټايمز د راپور له مخې؛ د دغې ټولنې د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر افتخار علي ملک له نړيوالې ټولنې او په ځانګړي توګه له امريکا غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه بې پاملرنې نشي؛ ځکه، چې دا وضعیت به د کورنۍ جګړې لامل کېږي شي.
هغه پر نورو هېوادونو هم غږ کړی، چې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه ژر تر ژره عملي کړنې تر سره کړي.
افتخار علي ملک ویلي، چې ۵ سلنه افغانان پوره خواړو ته لاسرسی نلري او افغانستان له خورا بد بشري ناورین سره مخ دی.
د پنجاب پوهنتون د رسنیو او اطلاعاتو پوهنځي مشر ډاکټر خالد محمود ويلي، نړۍ د افغانستان له وضعیته مخ اړولی او لږې مرستې وررسېدلې دي.
هغه زیاته کړې، چې د نړیوالې ټولنې وروستۍ هڅې د افغانستان د وضعیت د څارنې لپاره بس ندي.
ــــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ:
www.helpafg.org
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:
info@bayatfoundation.org