روغتيا
له پاکستان څخه د کډوالو جبري ستنېدو په افغانستان کې د ګوزڼ د خپرېدا خطر زیات کړی
د روغتیا نړیواله ټولنې خبرداری ورکړی، چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ستنېدا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ویروس د خپرېدو خطر زیات کړی دی.
دې ټولنې د جمعې پر ورځ د ګوزڼ د له منځه وړلو د بېړنۍ کمیټې له اووه دېرشمې غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې څرګنده کړې؛ که څه هم له تېرو څلور مياشتو راپدیخوا په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ کومه نوې پېښه رسمي ثبت شوې نهده، خو ګواښ اوس هم پخپل ځای پاتې دی.
د یادې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ سږ کال د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو شپږ پېښې ثبت شوي، چې ټولې یې په ننګرهار ولایت کې وې.
په دومره وخت کې د ګوزڼ ۴۶ چاپېریالي مثبتې بېلګې ثبت شوي، چې ډېرې یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي. دغه راز په کابل، کندهار، زابل او بلخ کې هم لیدل شوې دي.
د روغتيا نړيوالې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي: دا د افغانستان له ختيځو او د پاکستان جنوبي پښتونخوا څخه د پوليو د خپرېدا او د وروستيو پرمختګونو د تکرار څرګندونه کوي.
د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي: د نفوسو ډلهییزه ایستنه په سیمه کې د پولیو ویروس د خپرېدو خطر د پام وړ زیاتوي.
د پاکستان د حکومت له اعلان وروسته سلګونه زره ناقانونه کډوال افغانستان ته له جبري ستنېدا سره مخ شول او دا لړۍ اوس هم روانه ساتل شوې ده.