ساینس او ​​ټیکنالوژي

ساینس پوهانو لومړنی بشپړ انساني جینوم خپور کړ

Published

on

ساینس پوهانو د پنجشنبې پر ورځ لومړنی بشپړ انساني جینوم خپور کړ، چې د تېرو څېړنیزو هڅو ټولې نیمګړتیاوې له هیلو سره پر ګوته کړي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ څېړونکیو په ۲۰۰۳ کې هغه څه افشا کړل، چې د انساني جینوم بشپړ چوړښت ونومول شو؛ خو د دې جوړښت شاوخوا ۸ سلنه په بشپړ ډول ډیکوډ شوي ندي؛ ځکه په دې کې د DNA رالیږدېدلې ټوټې شتون لري، چې د جینوم له نورو برخو سره یې یوځای کول ستونزمن ول.

ساینس پوهانو تېر کال په ساینس ژورنال کې د خپره شوې څېړنې له مخې دا ستونزه حل کړې ده.

د ملي انساني جینوم ریسرچ انسټیټیوټ (NHGRI) مشر ایریک ګرین ویلي؛ د انساني جینوم رښتینی بشپړ جوړښت رامنځته کول د پام وړ ساینسي لاسته راوړنې استازیتوب کوي، چې لومړنی لید دی.

ګرین زیاته کړې: دا بنسټیز معلومات به د انساني جینوم ټول فعالو توضیحاتو پېژندلو لپاره ډېرۍ اوسنۍ هڅې پیاوړې کړي، چې په پایله کې به یې د انساني ناروغیو جنیټیک مطالعات پیاوړي کړي.

دا بشپړه جینومیک نسخه، چې د ساینس پوهانو د دې کنسورشیم لخوا چمتو شوې د ۳۰۵۵ میلیارډ bp څخه جوړه ده، چې زمونږ جینونه جوړوي او د ۱۹۶۶۹ جینونو پروټینونه انکوډ کوي.

څېړونکیو په جینونو کې شاوخوا ۲۰۰۰ نوي جینونه کشف کړي دي. ډېري دا نوي جینونه غیر فعال دي؛ خو د دوی۱۱۵ ممکن اوس هم فعال وي.

ساینس پوهانو شاوخوا ۲ میلیون اضافي جینیاتي ډولونه هم پېژندلي، چې ۶۲۲ یې له طبي پلوه په اړینو جینونو کې شتون لري.

هغه څه، چې دې نوي جینیاتي ترتیب چمتو کړي د کروموزوم د یوې برخې شاوخوا ساحې په اړه نوي توضیحات دي او سینټرومیر نومیږي. سینټرومیر د کروموزومونو یوه برخه ده، چې د حجرو وېشلو په بهیر کې دوه چنده او نښلول کیږي. کروموزومونه د سینټرومیر له لارې د “سپلایټ سپینډل” مایکروټیوبیل سټنډونو سره وصل شوي او دواړو خواوو ته راکښته شوي، چې هر یو ورته شمېر کروموزومونه ترلاسه کړي.

ویل کیږي، چې نوې څېړنې به د انساني جینیووم په اړه ډېر معلومات وړاندې کړي.

Trending

Exit mobile version