Connect with us

تازه خبرونه

سبا دوشنبه به د ترکمنستان– آقینه د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2016-11-27-09h19m20s75

ټاکل شوي ده، چې سبا ته ولسمشرغني د ترکمنستان-افغانستان ترمنځ د آسيا د اوسپني نړيوالې پلټۍ په پرانيست غونډه کي گډون وکړي.

د اتامراد – امام نظر – آقينه، لار د ترکمنستان– افغانستان– تاجکستان ترمنځ د اورگاډي پټلۍ د غزولو پروژې يوه برخه ده.

د اتامراد– امام نظر– آقينه او اندخوی په نوم دغې یو سل و شل کيلومتره اورگاډي پټلۍ پر غزولو افغانستان او ترکمنستان د دوه زره یوولسم کال په می مياشت کي سلا شوي دي.

مسوولین وایي، دغه پټلۍ له ترکمنستان پیل شوې او درې نیم کیلو متره د افغانستان په خاوره کې د آقینې تر بندره غزیدلې ده.

د دې پټلۍ لومړني کارونه په ۲۰۱۳ کال کې پیل شول.

دغه پټلۍ د ترکمنستان له امام نظر سیمې څخه د آقینې تر بندر پورې غزول کیږي او په دوه یم پړاو کې له آقینې بندر څخه تر اندخوی ولسوالۍ په پام کې نیول شوې ده.

د فواید عامې وزارت ویاند مهدي روحاني ویلي، د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي پټلۍ ۶۳۵ کیلو متره اوږدوالی لري، چې درې نیم کیلو متره د افغانستان په خاوره کې جوړه شوې ده.

د هېواد د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود دا تړاو ګټور بولي او وایي؛ افغانستان د سیمې په کچه هغه هېواد دی، چې د اورګاډي کمې پټلۍ لري.

 د دوی په وینا؛ د دغې پټلۍ په جوړیدو به د ترانزیت لنډه او  ارزانه لار جوړه شي.

ولسمشر غني تېره ورځ د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته د یو پلاوي په مشرۍ درې ورځنی سفر کړی او پرون یې د نړیوال ترانسپورت په ناسته کې د سیمې ترانسپورتي تړاو پر جنګي تړاو غوره وګاڼه. 

Advertisement

تازه خبرونه

په بدخشان ولایت کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

کورنیو چارو وزارت تائید کړې، چې په بدخشان ولایت کې د یوه نښلېدونکي ماین په چاودنه کې ۳ امنیتي سرتېري وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي: له بده مرغه نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د بدخشان ولایت د فیض‌آباد ښار د جوزون په اړوند سیمه کې پر موټرسایکل نښلول شوي ماین چاودنه کړې ده.

د عبدالمتین قانع زیاته کړې؛ دغه ماين هغه مهال چاودنه وکړه، چې د پوليسو د موټرو یو کاروان له ياد سړک څخه د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو لپاره له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

ده زياته کړې، چې دغه پېښه د پوليسو تر څېړنې لاندې ده.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د سې شنبې پر ورځ خراسان او سرخ پوشان لوبډلو لوبه وګټله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د سې شنبې پر ورځ ( د غویي اتلسمه) د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د سیالیو په پېنځه دېرشمه لوبه کې د خراسان فاریاب لوبډلې کابل استقلال لوبډلې ته ۱ د صفر پر توپیر ماتې ورکړه.

د خراسان فارياب لوبډلې لوبغاړي فريد احمد يو ګول وواهه او د ميدان غوره لوبغاړی ونومول شو.

دغه راز په شپږدېرشمه لوبه کې سرخ پوشان خوافې لوبغاړو سرسبز یاشلر لوبډلې ته ۴ پر۱ ماتې ورکړه.

حبيب الله هوتک او اميد رجبي د سرخپوشانو لوبغاړو ګولونه وکړل او حبيب الله هوتک هم وتوانېد، چې د ډګر د غوره لوبغاړي نوم خپل کړي.

د نن چارشنبه د ثور نولسمه د غرمې ۱:۳۰ ابو مسلم فراه او عدالت فراه او له غرمې وروسته ۳:۳۰ بجې  میوند او جوانان واحدي لوبډلې سره مخ کېږي.

د يادونې ده، چې دغه سيالۍ له آريانا ټلويزيون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرېږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد کارول کیږي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۹, ۱۴۰۳)

د افغانستان ملي دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعا، چې په پاکستان کې پر چینايي اتباعو وروستی برید د افغانستان له خاورې پلان شوی و، له حقیقته لرې بولي او پر کلکه یې ردوي.

عنایت الله خوارزمي وایي، چې داعش له پاکستان څخه د افغانستان خاورې ته را اوښتي او موخې یې له هغه ځایه تنظیم شوې دي.

د دفاع وزارت ویاند دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان باید دغو کړنو ته پخپله ځواب ورکړي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت الله خوارزمي ويلي، د خيبر پښتونخوا په يوه سيمه کې، چې د پاکستان د پوځ تر امنيتي پوښښ لاندې ده؛ د چينايي وګړو وژل کېدل د امنیتي بنسټونو خپله کمزوري ده او یا هم له بریدګرو د دوی د همکارۍ ښکارندویي کوي.

ویل کیږي، چې اسلامي امارت په دې اړه چین ته ډاډ ورکړی او دوی هم په دې خبره پوه شوي، چې افغانان په داسې مسایلو کې ښکېل ندي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!