تازه خبرونه
ستانکزي له ازبکستان څخه د وارداتي برښنا د کچې لوړولو غوښتنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي له ازبکستان څخه وغوښتل، چې د برښنا صادرات د دواړو هېوادونو تر منځ د هوکړې کچې ته لوړ کړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له ازبک لوري څخه وغوښتل، چې د وارداتي برښنا کچه هغې اندازې ته ورسوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پرې هوکړې شوې ده.
ستانکزي د شنبې پر ورځ د ازبکستان له ځانګړي استازي سره په تیلیفوني اړیکه کې ویلي، چې په سږني ژمي کې د کابل او نورو ولایتونو د برښنا په وارداتو کې کموالی راغلی دی.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي؛ د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي د ستانکزي د غوښتنې په ځواب کې ویلي، چې د برښنا لیږد په دې هېواد کې د سړې هوا او تخنیکي ستونزو له کبله کم شوی دی.
د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشوف څرګنده کړې؛ ازبکستان افغانستان ته د برښنا صادرات تر یوه حده زیات کړي او هڅې روانې دي، چې کچه یې نوره هم لوړه شي.