سیمه ییز خبرونه
ستره بهرنۍ پانگونه به د ډاډمن امنيت په صورت كې تر سره شي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
تر هغې، چې په افغانستان كې ډاډمن امنيت ټينگ نه شي، سترې بهرنۍ پانگونې به ونه شي.
كه څه هم له ۲۰۱۴م كال څخه مخكې دا اندېښنې موجودې وې، چې ممكن د دې كال په پيل كيدو به په افغانستان كې پانگونه لږ شي؛ خو اوس ورو ورو دا اندېښنې په حقيقت بدليږي.
د سوداگرۍ او صنايعو خونې د نړيوالو اړيكو د كميتې رييس آذرخش حافظي وايي، اوس هم بهرني پانگوال په افغانستان كې پانگونې ته ليوال نه دي؛ ځكه هغوى امنيتي ډاډ نه لري.
دى ټينگار كوي، چې كه د كابل- واشنگتن تر منځ امنيتي سند لاسليك شي، زياتې بهرنۍ پانگونې به وشي.
د هغه په خبره كورني پانگوال هم غواړي پخپل هېواد كې پانگونه وكړي او په دې وروستيو كې په خصوصي سكتور كې زياته پانگونه شوې ده.
مخكې له دې د ماليې وزير هم ويلي ول، چې د امنيتي سند په تړاو اندېښنې د دې سبب شوي، چې په افغانستان كې د پانگونې حالت چندان ښه نه شي.