تازه خبرونه

سترې محکمې په ۱۳۹۹ لمریز کال کې له ۱۰۰۰۰۰ ډېرې دوسیې څېړلي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۱۵, ۱۳۹۹

ملت ته د دولت د حساب ورکولو په بهیر کې د سترې محکمې چارواکو ویلي، په روان لمریز هجري کال کې د اته وزیرانو په ګډون له ۱۳۰ زره ډېرې دوسیې څېړل شوې دي.

د قضائیه قوې لوی مشرجاوید رشیدي ویلي: په روان ۱۳۹۹ لمریز هجري کال کې څلور زره دوه سوه ۱۳ د قتل، یوزرو دوه پنځوس د اداري فساد او یو زرو پنځلس د انسان د قاچق، ۵۱۷۲ د غلاوو، ۵۴۱۷ د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ۶۴۵۰ د نشه یي توکو دوسیې څېړلي دي.

دغه راز ویل شوي، چې تر اوسه د پخوانیو وزیرانو د فساد اته دوسیې ځانګړې محکمې ته لېږل شوي، چې دوه یې بشپړې شوي او یوه یې هم د محکمې په دیوان کې ګډون ته حاضره نده او که حاضر نشي؛ په اړه به یې غیابي پرېکړه وشي.

هغو خبریالانو، چې په دې خبري ناسته کې ګډون کړی وایي، چې په وروستي یوه کال کې سترې محکمې هیڅ خبري ناسته او د معالوماتو د شریکولو هڅه نده کړې او په دې بنسټ کې معلوماتو ته لاسرسی محدود شوی دی.

خبریال ذوالفقار ویلي؛ سترې محکمې او اړوند بنسټونو یې په تېر یوه کال کې له رسنیو سره همغږي نلرله.         

خبریال شکیب مولوي زاده وایي: زه د یو خبریال په توګه معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د سترې محکمې له کاره راضي نه یم.

معلوماتو ته د لاسرسي کمیسیون تخنکي سلاکار ولي الله مصباح وایي، چې له بېلابیلو خبري مراجعو یې شکایتونه تر لاسه کړي، چې  ستره محکمه له خلکو سره د معلوماتو شریکولو ته حاضره نده.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ مونږ له لویې څارنوالۍ او سترې محکمې سره د ګډې همغږي کړنلاره لرو، چې له دې وروسته محکمه ټولو ته ځواب ویونکې ده.

په داسې حال کې، چې ستره محکمه وایي؛ په دې بنسټ کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هیڅ محدودیت نشته او د راپور ورکولو بهیر د تېر په پرتله ډېر ښه شوی دی.

Trending

Exit mobile version