1393ټاكنې

ستیف ستاکمن: مونږ پر افغانانو د سلطې په هڅه کې نه یو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا د کانګرس غړی ستیف ستاکمن وايي، د افغانستان او پاکستان امنیتي تړون حیاتي بڼه لري. دی وايي امریکا له افغانستان سره د ملګرتیا هیله لري. د هغه په باور په افغانستان کې د ثبات لپاره د پاکستان توافق د اهمیت وړ دی.

په داسې حال کې، چې نوی افغان ولسمشر د لوړې مراسمو ته ور نژدې کېږي، د امریکا د کانګرس غړيو یو ځل بیا د کابل واشنګټن د امنیتي تړون مسئله راپورته کړې ده.

د امریکا د کانګرس غړی ستیف ستاکمن دغه تړون د افغانستان د ثبات لپاره مهم بولي.

که تړون لاسلیک شي، په افغانستان کې به لس زره سرتېري د اافغان پوځ د روزنې لپاره پاتې شي. مونږ پر افغانانو د سلطې په هڅه کې نه یو بلکې غواړو ملګري یې وکړو. افغانستان جګړو ځپلی ښکلی هېواد دی، نو ځکه نه دی په کار چې پخواني حالت ته ستون شي.

نوموړی د افغانستان د ثبات لپاره د پاکستان او ایران همکاري هم د پام وړ مهمه بولي او وايي، چې د افغانستان ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی.

زما په باور د افغانستان ثبات د پاکستان په ګټه دی. ایران هم د افغانستان له تحولاتو خوښ دی. دا مهمه ده، چې افغانستان باید په خپلو پښو و درول شي.

د امریکا د کانګرس دا غړی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د افغان چارواکو په وېنا پاکستاني استخباراتو په ښکاره د افغانستان بې ثباتۍ ته ملا تړلې ده.

Trending

Exit mobile version