تازه خبرونه
سختو كارونو ته د ماشومانو استخدام قانوني كار نه دى
د کار او ټولنیږو چارو وزارت په نهه برخو كې يو دېرش ډوله كارونه مشخص كړي، چې د ماشومانو كار په كې ناقانونه منل شوى دى.
د كار او ټولنيزو چارو وزيره آمنه افضلي وايي:
كانونه، تنظيم شوې گدايى، د كثافاتو ټولول، د اوسپنې په كانونو، فابريكو، لويو مسلخونو او جگړو كې د ماشومانو استخدام ناقانونه كارونه دي.
آغلې افضلي زياتوي، دوى د كار د قانون په اړوند په شپږ زونونو كې پوهنيز كمپاين پيل كړى دى.
د نوموړې په وينا، د كار په قانون كې به د نويو تعديلاتو له مخې ډېر ژر د كار عالي شورا جوړه شي.
د سوداگرۍ خونې د عامل پلاوي رييس قربان حقجو په هېواد كې د كار د ناوړه وضعيت په اړه نيوكه كوي.
د كارگرو د ملي اتحاديې رييس محمد معروف قادري په دې باور دى، چې د كار له قانونه ناخبري د دې لامل شوې، چې د كارگرو حقوق تر پښو لاندې شي.
دغه رازولدنگ كاران، د موټرو د وركشاپونو خاوندان، غالۍ اوبدونكي، نانوايان، د خښتو د بټيو خاوندان او د چاپخونو لرونكي هم نه شي كولى ماشومان استخدام كړي.
وزارت پر ټولو ادارو غږ كوي، چې په نوملړ كې شاملو ټكو ته جدي پام وكړي او د ماشومانو له استخدامه ډډه وكړي.
افغانستان يو له هغو هېوادونو دى، چې د اقتصادي فقر له كبله زياتره كم عمره ماشومان په كې په سختو او ستونزمنو كارونو لگيا دي.