سیمه ییز خبرونه
سخت دريځه طالبان د ملا محمد عمر په نوم د اعلاميو په خپرولو سره د سولې د بهير مخه نيسي
ډېرى طالبان د سولې له بهير څخه ملاتړ كوې خو د سخت دريځو طالبانو له غبرګون سره مخ كېږي. د وسله والو طالبانو پخوانۍ غړى معتصم اغا جان وايي، چې يو شمېر سخت دريځه طالبان د ملا محمد عمر په نوم د اعلاميو په خپرولو سره د سولې د بهير مخه نيسي.
د سولې د عالي شورا په كراتو كراتو له وسله والو طالبانو غوښتي تر څو له افغان دولت سره د سولې خبرو ته چمتو شي.
كه څه هم تر اوسه وسله والو طالبانو له افغان دولت سره د سولې خبرو ته په رسمي ډول چمتوالى نه دى ښودلى، خو افغان چارواكي ادعا لري، چې په وسله والو طالبانو كې يو شمېر داسې كسان هم شته، چې د سولې له بهير څخه ملاتړ كوي.
په دې ورستيو كې د وسله والو طالبانو يو غړي خبر وركړ، چې وسله والو طالبان هم اوس په دوو برخو وېشل شوي دي.
د وسله والو طالبانو پخوانۍ غړى معتصم اغا جان وسله وال طالبان په دوه برخو وېشي يو هغه، چې مېنځ لاري دي او د سولې غوښتونكې دي بل هغه ډله، چې سخت دريځه دي او د سولې مخالف دي.
د وسله والو طالبانو منځنۍ طبقه، چې اوس هم جنګېږي په دې پوه دي، چې جګړه د حل لاره نه ده.
دوى په دې پوهېدلې، چې له جګړې څخه د خلاصون يوازينې لاره خبرې اترې دي، دوى په دې هم پوهېدلې، چې كه په جګړه كې بريالي هم شي خو بيا به هم بريا ته ونه رسېږي.
دغه څرګندونې د طالبانو د جيش مسليمين پخوانۍ رهبر سيد اكبر اغا له غبرګون سره مخ شوې دي.
نوموړى وايي، چې وسله وال طالبان د ملا محمد عمر د قيادت لاندې فعاليت لري او كه ملا محمد عمر د سولې د خبرو اجازه وركړي نو طالبان به د دغه دستور پلى كړي.
دا څرګندونې په داسې حال كې كېږي، چې د وسله والو طالبانو له پاره له هېواد څخه بهر په يو اسلامي هېواد كې د دفتر د پرانيستو اوازې خپرې شوې دي.