تازه خبرونه

سراج الدین حقاني له یو شمېر افغان سياسي کارپوهانو او فعالانو سره وکتل

Published

on

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د دې وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د هېواد له ځینو سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره په لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سراج الدین حقاني په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي همغږۍ د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور وبلل او د ولسي حقونو تضمین یې د حکومت مسوولیت یاد کړ.

د غونډې د ګډونوالو د څرګندونو له مخې؛ د کورنیو چارو وزارت سفرونه د ولس د اقشارو تر منځ د وحدت سبب ګرځېدلي دي.

دغه راز دوی ويلي: له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي.

همدارنګه معین ګل څمکني څرګنده کړې: د پردیو توطیو دا هېواد شاوخوا ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، چې باید له دې وروسته افغانان د نورو پر لمسون د ناخوالو د رامنځته کولو کوښښ ونه‌کړي.

د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي سراج الدین حقاني د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو او ستاینې وروسته ويلي: د متقابل زغم له لارې ستونزې ختمېدی او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تلی شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته لازمه ده.

هغه وایي: د عصري او ديني علم په نامه د علم تر منځ فاصله ایجادول زمونږ د اکثرو ستونزو لامل ګرځېدلی دی.

دغه راز یې زیاته کړې، چې د فکري اختلاف ستونزه به هم پر مشوره او وحدت حل شي؛ خو مهمه دا ده، چې موجود فرصتونه ضایع نه‌شي.

سراج الدین حقاني د عامه نظم د ټينګښت په اړه ډاډ څرګند کړ او وایي، چې له جوازه پرته څوک وسله ګرزولی نه‌شي او د پوليسو د تشکیلاتو له بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم بشپړ شي.

Trending

Exit mobile version