تازه خبرونه

سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر گټور بللى

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په امنيتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزيز کابل ته خپل سفر گټور بللى او وايي، چې له افغان ولسشمر او نورو چارواکو سره يې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د رامنځته شوې بې باورۍ پر ختمولو خبرې کړي او دواړه لوري په دې سلا شوي، چې په لومړي پړاو کې به د اړيکو د رغولو لپاره پر يو بل د تورونو پورې کولو لړۍ بندوي.

عزيز دا څرگندونې د شنبې په شپه ناوخته له کابل څخه د ستنیدو پر مهال په اسلام آباد کې د پاکستان له دولتي تلويزيون سره کړي دي.

سرتاج عزيز همداراز ويلي، افغان چارواکو پخلى کړی، چې افغانستان د ماليې وزير به په اکتوبر میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداگريزو اړيکو د څېړلو او د خپلمنځيۍ سوداگرۍ د نورې پراختيا په لړ کې د خبرو له پاره اسلام آباد ته سفر وکړي.

Trending

Exit mobile version